اخر به لېونی شمه جانانه که را نه شې

پردی به شم له ژونده او له ځانه که را نه شې

 

وعده دې د خزان وه د سپرلې بهانه دې وکړه

یقین مې شي چې شولې بې ایمانه که رانه شې

 

سبیله مجبوري ده ګني چېرته مې هېرېږې

زه هم درتللی نشم په آسانه که رانه شې

 

کاروان د مسافرو سبا کلي ته ستنیږي

زړګی مې چوي له غمه له ګریانه که رانه شې

 

تیارو کې به دې ګورمه ډېوې ځان سره وړمه

تا غواړمه له ستورو د آسمانه که رانه شې

 

شیرین اغا جهانګیر

رباط سنګي هرات

۱۳-۰۳-۲۰۱۰