وروستۍ لار

نن د بیمې د شرکت نه یوه پاڼه راغلې وه چې که د بیمې پېسې ورنکړي، نو بیمه به يې لغوه شي.

مېرمنې يې آه وکېښ، په ډېرې ناآرامۍ له خپله ځایه پورته شوه. غوښتل يې چې خپل خاوند ته دغه خبر ورکړي. له پخلنځي نه د ګازو بوي جګېده. ښځه وارخطا ودرېده او شاوخوا ته یې اوتر اوتر وکاته. د خپل خاوند د مېز د پاسه يې یو لیک ولیده. لیک يې راپورته کړه. په لیک کې لیکلي وو:

- ګمان کوم چې د بیمې پېسې به ستا او زمونږ د بچو د ژوند لپاره بس وي....*

 

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

رباط سنګي هرات

۱۳-۰۳-۲۰۱۰