د کشیش د طوطیانو دعا
یوه مېرمنه د خپلې ستونزې د حل لپاره کلیسا ته لاړه. هغې له کشیش سره ولېده او ورته يې وویل:
- زه دوې طوطیانې لرم چې ډېر ښکلي دي، مګر له بده مرغه یواځې دومره وايي چې (مونږ دوې فاحشې یو. راځې چې سره مستي وکړو!).
ماته دغه موضوع په رښتیا هم چې سرخوږی شوی دی او زما درناوي ته يې خطر راپېښ کړی دی.
زه له تاسو نه مرسته غواړم. ماته لاره وښايئ چې هغوي څنګه اصلاح کړم؟
د ښځې خبرو کشیش په تشویش کې اچولی وو، ويې ویل:
- رښتیا هم چې دا ډېره د خپګان خبره ده چې ستاسې طوطیانې دارنګه خبرې زده کړي دي. زه دوه نر طوطیان لرم. هغوي ډېرې ښې خبرې کوي او ډېرې وختونه سره په ګډه دعا کوي. زه تاسوته دا وړاندیز کوم چې د یو څه مودې لپاره خپل طوطیانې زما له طوطیانو سره خوشې کړئ. کېدای شي چې زما د طوطیانو سره ستاسو طوطیانې د بدو خبرو پر ځای دعاګانې زده کړي...
دغه وړاندیز د ښځې ډېر خوښ شوی وو. هغې په ډېرې خوشحالۍ سره دغه وړاندیز ومانه.
سبا ته مېرمنه د خپلو طوطیانو سره یوځای کلیسا ته ولاړه او د کشیش د خونې ور يې وټکاوه. کشیش د خپلو طوطیانو د قفس ور پرانسته او ښځه خپل طوطیانې د کشیش د طوطیانو په قفس کې خوشې کړې.
یوه طوطي وویل:
- مونږ دوه فاحشې یو. راځې چې سره مستي وکړو!
نر طوطیانو یو بل ته وکاته. بیا یو طوطي بل طوطي ته وویل:
- نور نو دعاوې بس کړه! زمونږ دعا ګانې قبولې شوې.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۱۵-۰۳-۲۰۱۰