غوسه
سړی د خپل نوي ګاډي په وینځلو بوخت وو. ويې لیده چې څلور کلن زوي يې یو کاڼی له ځمکې راپورته کړی دی او د هغه په نوي ګاډي باندې کرښې باسي. سړي ځمکې ته لاس کړه، یو غټ لرګی يې راپورته کړه، خپل کوچني زوی يې له څټه ونیوه او څو کرته يې هغه په لاسونو کلک کلک وواهه.
زوي يې په روغتون کې د ګوتو د ماتېدو په خطار خپلې څو ګوتې له لاسه ورکړه.
کله چې کوچني هلک خپل پلار ولیده، په درمند غږ يې له هغه نه پوښتنه وکړه:
-پلار جانه! زما د لاسونو ګوتې کله برېته راشنه کیږي؟
سړی ډېر ناتوانه شوی وو. نه يې شو کولای چې خبرې وکړي. د خپل ګاډي خواته بېرته ستون شو او غوښتل يې چې خپل ګاډی په لتو ووهي. ناګهانه يې سترګې په هغو کرښو پرېوتې چې کوچني زوي يې په ګاډي ویستې وې:
- پلار جانه! زه درسره مینه کوم!
د همغې ورځې په ماښام سړي ځان وژنه وکړه.
نصیحتونه
عصبانیت او مینه محدویت نلري
مادیات د کارولو او انسان د مینې لپاره دی
د نني نړۍ ستونزه داده چې انسان کارول کیږي او له مادیاتو سره مینه کېږي
په خپلو افکارو پام ساته! ځکه چې خبرې ترې زېږیږي
په خپلو خبرو پام ساته! ځکه چې کړنې ترې زېږیږي
په خپلو کړنو پام ساته! ځکه چې عاتونه ترې زېږیږي
په خپلو عادتونو پام ساته! ځکه چې شخصیت دې ترې زېږیږی
په خپل شخصیت پام ساته! ځکه چې ستا شخصیت ستا سرنوشت ټاکي.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۱۵-۰۳-۲۰۱۰