انسان ژغورنه
رابرټ ډاوینسن، د ګلف د لوبې مشهور اتل لوبغاړی، یو وخت په دې وتوانېد چې د یوې لوبې په پایله کې ډېرې پیسې لاس ته راوړي.
د مراسمو په پای کې یوه ښځه د هغه لور ته منډې کړې او په ویر او فریاد يې ترې غوښتنه وکړه چې هغې ته یوه اندازه پېسې ورکړي ترڅو هغه وکولای شي چې خپل زوي وژغوري. ښځې وویل چې هغه د خپل زوي د ژغورنې او درملنې لپاره کومه پانګه نلري او که رابرټ ورسره مرسته ونکړي نو هغه به ومري. د ګلف اتل صرفه ونکړه او ټولې هغه پېسې يې چې ګټلې يې وې، هغې ښځې ته ور وبخښه.
اونۍ وروسته د ګلف د انجمن یو چارواکی هغه ته وویل:
- ای ساده رابرټه! زه درته یو نوی خبر لرم. کومه ښځه چې لتانه پېسې غوښتې وې، اصلاً زوي نلري، حتی هغې واده هم نده کړې. ملګریه! هغې غولولی يې!
رابرټ په ډېرې خوشحالۍ ځواب ورکړه: شکر خدایه! یعنی کوم زوی د مړینې په حال کې نه وو؟ دا نو لا ښه شوه.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۲۶-۰۲-۲۰۱۰
26.02.2010
- پېمانه
د سرو ګلو ګېډۍ
د پاخه عمر، وچ کلک او ناروغه سړی، د سرو ګلو له یوې ګېډۍ سره د ملي بس په منځ کې د چوکې پورې ځان کلک نیولی وو. په چوکی ناسته نجلۍ د سرو ګلو په ګېډۍ خپلې سترګې ګنډلې وې. کله چې ملي بس تم ځای ته ورسېد، سپین ږیری د سرو ګلو ګېډۍ نجلۍ ته ورکړه او ورته يې وویل:
- پوهېږم چې دغه ګلان دې ډېر خوښ شوي دي. خپلې مېرمنې ته به ووایم چې د ګلو ګېډۍ مې تاته درکړه. ګمان کوم چې خوشحاله به شي.
نجلۍ د ګلو ګېډۍ واخسته او سپی...
28.02.2010
- پېمانه
د شېطان ژوند لیک
شېطان لومړی کس وو چې ځني کارونه يې سرته ورساوه. د هغه نه وړاندې چا دغه کارونه سرته نه وو رسولي. هغه کارونه چې شېطان يې په لومړي ځل سرته ورساوه، په لاندې ډول دي:
- شېطان لومړی کس دی چې قیاس يې وکړه، ځان يې له آدم علیه السلام نه غوره وګاڼه او ويې ویل: زه له اوره پېدا شوی یم او هغه له خاورو نه، په داسې حال کې چې اور له خاورو نه غوره دی.
- شېطان لومړی کس دی چې د لوې ذات پروړاندې يې تکبر وکړه او د خپل خالق په...