د سرو ګلو ګېډۍ
د پاخه عمر، وچ کلک او ناروغه سړی، د سرو ګلو له یوې ګېډۍ سره د ملي بس په منځ کې د چوکې پورې ځان کلک نیولی وو. په چوکی ناسته نجلۍ د سرو ګلو په ګېډۍ خپلې سترګې ګنډلې وې. کله چې ملي بس تم ځای ته ورسېد، سپین ږیری د سرو ګلو ګېډۍ نجلۍ ته ورکړه او ورته يې وویل:
- پوهېږم چې دغه ګلان دې ډېر خوښ شوي دي. خپلې مېرمنې ته به ووایم چې د ګلو ګېډۍ مې تاته درکړه. ګمان کوم چې خوشحاله به شي.
نجلۍ د ګلو ګېډۍ واخسته او سپین ږیري ته يې وکاته چې د ملي بس په دروازه ښکته شو او د ښار په خاموشه ګورستان ور ننوت.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۲۶-۰۲-۲۰۱۰
26.02.2010
- پېمانه
صدقه
سپین ږیری ستړی ستومانه د صدقې د بکس خواته ودرېده. د زړو جامو له شليدلي جب نه يې یوه سکه راوویسته. بکس ته د سکې د اچولو پرمهال په بکس باندې په لیکل شوې جملې يې سترګې پرېوتې* صدقه عمر زیاتوي*، بېرته يې خپله سکه جب ته کړه او روان شو.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۲۶-۰۲-۲۰۱۰...
26.02.2010
- پېمانه
انسان ژغورنه
رابرټ ډاوینسن، د ګلف د لوبې مشهور اتل لوبغاړی، یو وخت په دې وتوانېد چې د یوې لوبې په پایله کې ډېرې پیسې لاس ته راوړي.
د مراسمو په پای کې یوه ښځه د هغه لور ته منډې کړې او په ویر او فریاد يې ترې غوښتنه وکړه چې هغې ته یوه اندازه پېسې ورکړي ترڅو هغه وکولای شي چې خپل زوي وژغوري. ښځې وویل چې هغه د خپل زوي د ژغورنې او درملنې لپاره کومه پانګه نلري او که رابرټ ورسره مرسته ونکړي نو هغه به ومري. د ګلف اتل صرفه ونک...