صدقه
سپین ږیری ستړی ستومانه د صدقې د بکس خواته ودرېده. د زړو جامو له شليدلي جب نه يې یوه سکه راوویسته. بکس ته د سکې د اچولو پرمهال په بکس باندې په لیکل شوې جملې يې سترګې پرېوتې* صدقه عمر زیاتوي*، بېرته يې خپله سکه جب ته کړه او روان شو.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۲۶-۰۲-۲۰۱۰
26.02.2010
- پېمانه
شمع او پرښته
یو سړی چې خپله مېرمنه یې له لاسه ورکړې وه، د خپلې درې کلنې لور ډېره پاملرنه به يې کوله. لور يې په ډېرې سختې ناروغۍ اخته شوه. پلار يې هر څه وکړه ترڅو لور يې بېرته ښه شي، خپل ټول شته يې ولږاوه ترڅو دخپلې لور روغتیا بېرته لاس ته راوړي، مګر ناروغي يې د لور ساه واخسته او هغه هم مړه شوه.
سړي د خپل کور دروازه بنده کړه او ځانله شو. د هیچا سره يې خبرې نه کولې او کار ته نه تله. ملګرو او خپلوانو يې ډېره هڅه وکړه چ...
26.02.2010
- پېمانه
د سرو ګلو ګېډۍ
د پاخه عمر، وچ کلک او ناروغه سړی، د سرو ګلو له یوې ګېډۍ سره د ملي بس په منځ کې د چوکې پورې ځان کلک نیولی وو. په چوکی ناسته نجلۍ د سرو ګلو په ګېډۍ خپلې سترګې ګنډلې وې. کله چې ملي بس تم ځای ته ورسېد، سپین ږیری د سرو ګلو ګېډۍ نجلۍ ته ورکړه او ورته يې وویل:
- پوهېږم چې دغه ګلان دې ډېر خوښ شوي دي. خپلې مېرمنې ته به ووایم چې د ګلو ګېډۍ مې تاته درکړه. ګمان کوم چې خوشحاله به شي.
نجلۍ د ګلو ګېډۍ واخسته او سپی...