شمع او پرښته
یو سړی چې خپله مېرمنه یې له لاسه ورکړې وه، د خپلې درې کلنې لور ډېره پاملرنه به يې کوله. لور يې په ډېرې سختې ناروغۍ اخته شوه. پلار يې هر څه وکړه ترڅو لور يې بېرته ښه شي، خپل ټول شته يې ولږاوه ترڅو دخپلې لور روغتیا بېرته لاس ته راوړي، مګر ناروغي يې د لور ساه واخسته او هغه هم مړه شوه.
سړي د خپل کور دروازه بنده کړه او ځانله شو. د هیچا سره يې خبرې نه کولې او کار ته نه تله. ملګرو او خپلوانو يې ډېره هڅه وکړه چې هغه بېرته خپل عادي ژوند ته راوګرځوي، مګر بریالي نه شول.
سړي یوه شپه یوه عجیبه خوب ولیده، ويې لیده چې په جنت کې دی او د وړو پرښتو یو منظم قطار په یوه طلايي لاره کې د یوې شاندارې ماڼۍ په لور په حرکت کې دي.
د هرې پرښتې په لاس کې یوه یوه شمع وه. د ټولو پرښتو شمعې روښانې وې، یواځې د یوې پرښتې شمع روښانه نه وه. سړی مخ ته ولاړ، څه ګوري چې همغه پرښته چې شمع يې روښانه نده، دده خپله لور ده. پلار يې خپله غمجنه لور په خپل غېږه کې واخسته او ښکل يې کړه. له هغې نه يې پوښتنه وکړه:
- ګرانې! ولې خپه يې؟ شمع دې ولې روښانه نده؟
نجلۍ خپل پلار ته وویل:
- پلار جانه! هرکله چې زما شمع روښانه کیږي، ستا اوښکې يې بېرته وژني، او هرکله چې ته خپه کیږې، زه هم خپه کیږم.
سړی په داسې حال کې له خوبه پورته شو چې سترګې يې له اوښکو ډکې وي. خپلې اوښکې يې پاکې کړې، غم او تنهايي ېې له ځانه لرې کړه او خپل عادي ژوند ته بېرته راوګرځېد.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۲۵-۰۲-۲۰۱۰