چرچیل او ټکسي چلوونکی

چرچیل (د برطانيي پخوانی لومړی وزیر)، یوه ورځ په ټکسي کې ناست وو او د بي بي سي دفتر ته د یوې مرکې لپاره روان وو. کله چې هلته ورسېد، د تکسي چلوونکي ته يې وویل:

- ښاغلیه! مهرباني وکړئ! نیم ساعت تم شئ ترڅو زه بېرته راشم.

چلوونکي وویل:

- نه ښاغلیه٬ زه غواړم چې زر تر زره کور ته لاړ شم او د چرچیل مرکه له راډیو نه واورم.

چرچیل دده سره ددغه سړي د بې حده مینې په خاطر خېران شو او هغه ته یې لس پانډه ورکړه.

چلوونکی د لسو پاونډو په لیدلو سره وویل:

- چرچیل دې په بلا ولږي! که ته وغواړئ، زه به درته تر صبا پورې هم انتظار وکړم.

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

رباط سنګي هرات

۲۴-۰۲-۲۰۱۰