زړهْ مینه

سپین ږیری سهر وختي له کوره ووت. په لاره کې موټر وواهه او ټپي شو. لارویانو په ډېرې چټکۍ سره هغه پورته کړه او نږدې روغتون ته يې بوتله.

په لومړي سر کې ډاکترانو د هغه ټپونه پانسمان کړه او بیا يې ورته وویل:

- باید چې ستا د بدن عکسونه وباسو تر څو باوري شو چې د بدن هډوکي دې نه دي مات شوي.

سپین ږیری غمجن شو او ويې ویل:

- زه باید زر لاړ شم. عکسونو ته ضرورت نشته.

ډاکترانو ترې د عجله کولو د سبب پوښتنه وکړه. بوډا وویل:

- ښځه مې په روغتون کې ده. هر سهر ورځم او د سهر ناشته له هغه سره خورم. نه غواړم چې راباندې ناوخته شي.

ډاکتر ورته وویل:

- مونږ به ورته خبر ورکړو.

سپین ږیری په ډېرې خواشینۍ ورته وویل:

- ډېره بخښنه غواړم. هغه آلزایمر لري. پوه به نشي. هغه ما هم نه پېژني.

ډاکتر په ډېرې حېرانتیا سره وویل:

- که هغه تاسو نه پېژني، ولې هر سهر د ناشتې لپاره د هغې څنګ ته ورځئ؟

سپین ږیری په نیولي غږ ورته وویل:

- مګر زه خو يې پېژنم... زه خو پوهېږم چې هغه څوک ده...!

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر

رباط سنګي هرات

۲۴-۰۲-۲۰۱۰