سړی او نړۍ
پلار يې ورځپاڼه لوسته. مګر کوچنی زوی يې ورته مزاحمت کاوه. حوصله يې ختمه شوه. د ورځپاڼې همغه پاڼه يې چې د نړې نقشه په کې وه، پرې کړه او ټوټې ټوټې یې کړه. خپل زوي ته يې ورکړه او ورته يې وویل: راشه زویه! درسره کار لرم. د نړۍ یوه نقشه درکوم. ويې ګوره! کولای شئ چې همغسې يې جوړه کړئ چې څنګه وه؟
پلار يې بېرته په خپل کار بوخت شو. پوهېده چې زوی به يې څو ساعته په دغه کار لګیا وي. مګر پاو وخت وروسته يې زوي له جوړې شوې نقشې سره بېرته راستون شو.
پلار يې په تعجب سره پوښتنه وکړه:
- مور دې درته جغرافیه ښودلی دی؟
زوی ځواب ورکړه:
- جغرافیه؟ یعنی څه؟
پلار يې پوښتنه وکړه:
- څنګه دې وکړای شو چې دغه د نړۍ نقشه جوړه کړئ؟
زوي وویل:
- ددغې پاڼې شاته د یوه سړي تصویر وو. کله چې مې وکړای شو چې هغه سړي جوړ کړم، نړۍ مې هم جوړه کړه.
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۲۴-۰۲-۲۰۱۰
26.02.2010
- پېمانه
وفا
یوه نجلۍ ددغې بې وفا نړۍ پرمخ اوسېده، دغه نجلۍ په دواړو سترګو ړنده وه. دغه نجلۍ په یو هلک مینه وه. نجلۍ به تل ویل چې که سترګې ېې وای، نو تل به دهغه سره پاتې کېدای. یوه ورځ، یو کس پېداشو چې دغې نجلۍ ته خپلې سترګې ورکړي. کله چې نجلې بینا شوه او ويي لیده چې هغه هلک چې دې ورسره مینه کوي، ړوند دی. هلک ته يې وویل چې نور درسره مینه نکوم. ځه لاړ شه! هلک په ډېرې ناراختۍ سره مسکی شو، لاړ او ورته يې وویل:
- زما په سترګو پام سا...
26.02.2010
- پېمانه
زړهْ مینه
سپین ږیری سهر وختي له کوره ووت. په لاره کې موټر وواهه او ټپي شو. لارویانو په ډېرې چټکۍ سره هغه پورته کړه او نږدې روغتون ته يې بوتله.
په لومړي سر کې ډاکترانو د هغه ټپونه پانسمان کړه او بیا يې ورته وویل:
- باید چې ستا د بدن عکسونه وباسو تر څو باوري شو چې د بدن هډوکي دې نه دي مات شوي.
سپین ږیری غمجن شو او ويې ویل:
- زه باید زر لاړ شم. عکسونو ته ضرورت نشته....