وفا
یوه نجلۍ ددغې بې وفا نړۍ پرمخ اوسېده، دغه نجلۍ په دواړو سترګو ړنده وه. دغه نجلۍ په یو هلک مینه وه. نجلۍ به تل ویل چې که سترګې ېې وای، نو تل به دهغه سره پاتې کېدای. یوه ورځ، یو کس پېداشو چې دغې نجلۍ ته خپلې سترګې ورکړي. کله چې نجلې بینا شوه او ويي لیده چې هغه هلک چې دې ورسره مینه کوي، ړوند دی. هلک ته يې وویل چې نور درسره مینه نکوم. ځه لاړ شه! هلک په ډېرې ناراختۍ سره مسکی شو، لاړ او ورته يې وویل:
- زما په سترګو پام ساته!
ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
رباط سنګي هرات
۲۴-۰۲-۲۰۱۰
26.02.2010
- پېمانه
تورغونډي کې د سړک د غاړې بمي چاودنه وشوه
نن جمعه، د ۲۰۱۰ زیږدیز کال د فیبرورۍ ۲۶، د سهار په ۱۱ بجو د هرات ولایت، د رباط سنګي ولسوالۍ د تورغونډي په بندر کې د سړک د غاړې بم په چاودنه کې د یو تن ملي سوداګر لنډکروز موټر تبا او دوه تنه پکې ټپیان شول. بم په یو موټر سایکل کې ځای پرځای شوی وو او د ریموټ په واسطه له لرې نه کنترول کېده. ویل کیږي چې دغه بم د بریښنا د وزیر، ښاغلي اسماعیل خان لپاره ځای پرځای شوی وو.
شیرین اغا جهانګیر...
26.02.2010
- پېمانه
سړی او نړۍ
پلار يې ورځپاڼه لوسته. مګر کوچنی زوی يې ورته مزاحمت کاوه. حوصله يې ختمه شوه. د ورځپاڼې همغه پاڼه يې چې د نړې نقشه په کې وه، پرې کړه او ټوټې ټوټې یې کړه. خپل زوي ته يې ورکړه او ورته يې وویل: راشه زویه! درسره کار لرم. د نړۍ یوه نقشه درکوم. ويې ګوره! کولای شئ چې همغسې يې جوړه کړئ چې څنګه وه؟
پلار يې بېرته په خپل کار بوخت شو. پوهېده چې زوی به يې څو ساعته په دغه کار لګیا...