انځورونه
د شهدای صالحين د زيارت څو انځورنه
د تميم الانصار زيارت شمسزی او شرر ساپی د زيارت مخته عابد او شرر شرر ساپی او شمسزی صاحب د هاشم ميوند
د مرجان له تپې د کابل ښار وګورئ
پرون د دوه ميلونو د شهيدانو د ورځې په مناسبت رخصتي وه. په کوټه کې وم چې د عزت الله شمسزي فون راغی ويل يې خوښه دې نه ده چې د شهيدانو د ورځې په مناسبت دې په هديرو وګرځوم. ورسره مې ومنله او لږه شيبه وروسته د ميوند جادې ته راورسيد او په موټر کې ورسره سپور شوم. د مرجان تپې تلو چې د شمشاد تلويزيون په ودانۍ ورسم شوو. هلته مو شرر ساپی هم راواخيست او د مرجان تپې ته وختلوو. دا څو انځورونه مو د مرجان په تپه کې واخيستل او بيا شهدای صالحين ته راغلو. هغه انځورونه به په بل البم کې
د کابل ولايت د ګلدرې ولسوالۍ څو انځورونه
د ٢٠٠٨م کال د اګست په ٢٧ نيټه څو تنه فرهنګي ياران لکه، پيرمحمد کاروان، نورالحبيب نثار، الياس وحدت، نصير احمد احمدي او زه بازمحمد عابد له ګران فرهنګپال دوست عصمت الله ثنا د ماما په ډېر ټينګار د هغوی کلي ته ( د کابل ولايت د ګلدرې ولسوالۍ ته تللي وو. هلته مو څو انځورونه هم اخيستي وو چې دا دی د ګلدرې د انګور باغونه او ښکلې منظرې ستاسې په وړاندې په باز بلاګ کې ږدم.په درنښتستاسې باز
په قلم ټولنه کې د سليمان لايق د غونډې څو انځورونه
د ١٣٨٧ل کال د زمري په ٣١ نيټه قلم نړيواله ټولنه کې پياوړي ليکوال سليمان لايق د لنډيو په باب يو سيمينار ورکړی و. د هغه سيمينار غږيز راپور له ماسره دی، انشاالله په مناسب وخت کې به يې په بلاګ کې خپور کړم. خو اوس د هغه سيمينار ځينې انځورونه دلته ليدلای شئ.
د فراه ولايت د بکوا د ولسوالۍ ځينې تاريخي انځورونه
دا انځورونه هم ګران ورور انجينر الفت شهاب راليږلي دي چې اوږد عمر ورته له خدايه غواړم.
د تورخم او جلال اباد د لارې څو انځورونه
دا د کمې ډکې سيمه ده چې مخامخ ورته د لالپورې ولسوالۍ پرته ده.دا د مومنددرې ولسوالۍ د غزګي سمسوره سيمه ده.په مومند دره کې د ايمل خان د ليسې څخه اخيستل شوی انځور.
د انټرکانټيننټال په مشاعره کې د ځينو يارانو انځورونه
کاروان شمعې ته په چرت کې تللی دیجيلانی جلانله ښي اړخه: مجيدالله قرار، عمر منصور انصاري، عابد او عنايت ساپیعب
د خپلواکۍ د ٨٩ کليزې په وياړ د مشاعرې څو انځورونه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د زمري د مياشتې په ٢٤ نيټه د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو د ٨٩ کليزې په وياړ د کابل په انټر کانټينټال هوټل کې يوه مشاعره او په سيمه ييزه کچه د موسيقۍ پروګرام نيولی و چې ځينې انځورونه يې دلته ليدلای شئ. په درنښت
د غزني د قره باغ ولسوالۍ ځينې انځورونه
د لورونكي او بخښوونكي خداى (ج) په نامهد غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ څو ښكلي انځورونه ښاغلى او پر ما ډېر ګران عابد صاحب ! سلامونه او نيكي هيلي مي ومنئ عابد صېب تاسو چي په خپل ويبلاګ كي د هېواد د ښكلو منظرو او انځورونو لړۍ پيل كړي . ما ترې ډېر خوند اخيستى او ډېره په زړه پورې وه راته او باور وكړى داسي مي انګېرله لكه باز چي مي په خپلو اوږو سپور ګرځوي او د خپل هېواد د ښكلو منظرو ننداره را باندي كوي . ما هم له ځان سره پتيلي وه ، هر كله چي وطن ته لاړ شم ،ضرور به&n
د لغمان ولايت د الينګار د درې ښکلې منظرې
دا انځورونه ګران ورور انجنير الفت شهاب هغو مسافرو خويندو ورونو لپاره راليږلي دي، چې له هيواده لرې په ملکونو خواره واره دي. زه ګران ورور انجنير شهاب ته کورودانی وايم، هيله لرم چې د څو شيبو لپاره مو پرې د هيواد د ليدو تنده ماته شي. دا انځورونو د لغمان ولايت، د الينګار ولسوالۍ د لوکاړ سيمې څخه اخيستل شوي دي. له نورو هغو ورونو څخه هم تمه لرم چې د هيواد له ګوټ، کوټ نه زما په ايميل ادرس ښکلې منظرې راوليږي، او د خپل هيواد ښکلې منظرې د تل لپاره خوندي کړي.ستاسې ورور عابد
د خيبر دره خو لار د تلو راتلو ده
د باز بلاګ يو ناليدلي آشنا له امريکې نه راته ايميل کړی و. ويل يې چې ظالمه د ټول وطن انځورونه دي ورکړل خو د خيبر درې چې د پښتنو د رواياتو او تهذيب بلا ډېر څه په کې خوندي دي، يو تصوير دې هم ورنه کړ. دا ورور نعيم شينواری نوميده، په لنډيکوتل کې پيدا شوی دی او دا شل کاله کيږي چې په امريکا کی ميشت دی، ما سره خو دا ګړۍ د لنډيکوتل ځانګړي تصويرونه نه شته خو يوه څه شته چې د نعيم ورور تنده پرې ماته شي.ستاسې باز
د عصمت الله ثنا د ورور په واده کې د فرهنګيانو ګډون
عصمت الله ثنا چې يو فرهنګپال ځوان دی. نن سبا په هالنډ کې اوسيږي. د ١٣٨٧ کال د چنګاښ په ٢٨ نيټه يې په کابل کې د ورور واده چې ځينې فرهنګيان ياران يې وربللي وو. دلته تاسې د واده د زلمي په شمول د ځينو فرهنګيانو انځورونه کتلای شې. د يادونې وړ ده چې عصمت الله ثنا وخت په وخت د افغان ادبي بهير سره نقدي مرسته هم کړې ده. د واده زلمی
د ثمرخيلو زراعتي فارم
کله چې د ډرونټې بند جوړ يدو نو ورسره سم يې د جلال باد د هډې، ثمرخيلو او غازي آباد په سيمو کې زراعتي فارمونه هم جوړ کړل. په فارمونو کې په دولتي کچه زراعت او مالدارۍ ته وده ورکول کيده. په دې فارمونو کې يوازې د ميوو باغونه جوړ نه شول بلکې د تخمونو د روزلو د غواګانو او چرګانو د ساتلو بندوبست هم شوی و. د يادولو وړ ده چې د ډاکټر نجيب الله په وروستيو کلونو کې هم دا فارمونه فعال وو او ښه حاصلات يې ورکول. په دې باغونو کې مالټه، کينو، نارنج، ترونج، سنتره، ليمو او زيتون هغه ميوې دي د هيواد ګوټ ګوټ ت
د زاهد ساپي د واده په مراسمو کې د ځينو فرهنګي دوستانو ګډون
زاهد ساپی چې له ډېرو کلونو را په دې خوا له خپلې کورنۍ سره په اروپا کې اوسيږي. نوموړی يو ادب پاله او فرهنګپاله ځوان دی چې کله کله شعر او يوه نيمه ليکنه هم کوي. زاهد ساپی د نيټ په نړۍ کې دوه پښتو پاڼې چې يوه يې د (( پښتو ډيوه)) او بله يې (( اتل افغان )) نوميږي، چلوي. د ٢٠٠٨ م کال د جولايی په شپږه نيټه يې په کابل کې واده وکړ چې ځينو فرهنګي دوستانو په کې هم ګډون کړی و. راځئ چې دلته يې انځورونه وګورو.
د پيښور په صدر کې د باړه مارکيټ څو انځورونه
په افغانستان کې د ثور له کودتا نه مخکې په دې بازار کې يوازې د شفيع مارکيټ په نوم د بهرني رخت پورنځيونه موجود و خو نوره کوڅه ټول کورونه وو. کله چې افغانان پيښور ته مهاجر شول نو له برکته يې په لسګونه کورونه په مارکيټونه واوښتل او په سلګونو دوکانونه په کې همدې افغانانو چا په بيه واخيستل او چا په کرايه ونيول. اوس دا مارکيټ په باړه بازار ځکه مشهور دی چې بهرني توکي، لکه رخت، تلويزيون، بخچال، فريزر، عطرونه، د کاليو مينځلو ماشيونونه او ډېر نور توکي هم تر لاسه کيدای شي. په دې کوڅه ک
د ننګرهار ولايت د ثمرخيلو کلي څو انځورونه
دا کلی د جلال آباد ښار نه لمر خاته لور ته په لس کيلو مترۍ کې پروت دی. دا کلی ثمرخيل نوميږي چې د بهسودو ولسوالۍ پورې اړه لري. د کلي شمال ته د کنړ سيند په مستۍ سره تيريږي. زموږ د کلي او کامې ولسوالۍ تر منځ همدا د کنړ سيند روان دی. پخوا به د کاموالو تګ راتګ جلال اباد ته د ثمرخيلو له لارې کيده چې خلک به په يوه تنابي جاله کې پوريوتل راپورې وتل. لمر خاته ته يې د ثمرخيلو غر پروت دی چې د غره تر شاه د ګردي کڅ په نوم يو وړوکی کلی آباد دی چې دا کلی هم د بهسودو ولسوالۍ پورې اړه لري. جنوب ته يې د
د غزل شپه/ دريم البم
ګرانو دوستانو او د باز بلاګ ليدونکو ښې چارې! په دې البم کې تاسې ځينې شاعران ياران له شاولي استاد سره او ځينې نور نوموتي هنرمندان له شاه ولي استاد سره ليدی شئ. د يادولو وړ ده چې په شمشاد تلويزيون کې شاولي استاد د حمزه بابا، غني خان بابا، پير محمد کاروان او بابرزي صاحب غزلې په استادانه انداز کې وويلې او د چا خبره ښه چک يې لګولی و. راځئ چې دلته په ځيڼې انځورونه وګورو. شاه ولې استاد خپلو مينه و
د غزل شپه دويم البم/ عابد
په شمشاد تلويزيون کې د غزل شپه نه يوازې دا چې د ښوښو شاعرانو شعرونه اوريدل کيږي، او يا هم له پښتنو سندرغاړو څخه ښکلې غزلې اوريدل کيږي، بلکې ډېر داسې ياران هم په کې ليدل کيږي چې په مياشتو، مياشتو ي ېسره نه وي ليدلي. دا ځل له نيکه مرغه دې شپې ته له لرې پښتونخوا څخه پروفيسر شاه جهان صابر، سليم ساپی او زيک افريدی هم راغلي وو. راځئ چې دلته ورسره د يارانو انځورونه ووينو.ستاسې بازبابرزی، سليم
په شمشاد کې د غزل شپه/ عابد
له نيکه مرغه له کله نه چې د شمشاد تلويزيون په خپلو خپرونو پيل کړی دی. ورسره سم يې د خپل هيواد د خلکو د غوښتنو سره سم خپل کلتور، دود او دستور، ادب او فرهنګ ته هم مخه کړې ده. د ګڼو په زړه پورې خپرونو کې يوه هم د وږمو بهير خپرونه ده چې ادبي څيرو سره په کې مخ په مخ مرکې کوي، د ولايتونو په کچه درنې مشاعرې خپروي، او هم په خپل دفتر کې د غزل شپه جوړوي. د غزل په شپه کې په نوموتو شاعرانو برسيره د هيواد تکړه هنرمندان هم وربلي او د غزل شپه پرې رنګينوي. دا ځل يې استاد شاه ولي د غ
د کابل ماشومان/ عابد
د کابل په ښار کې هر ورځ په سلګونو نه، په زرګونو ماشومان ليدل کيږي، چې په بيلابيلو فزيکي کارونو بوخت دي او خپلې کورنۍ ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوي. دا ماشومان څوک لاسي کراچۍ چلوي، څوک په پارکونو کې د خلکو بوټان رنګوي، څوک په بازارونو کې سپيلني لوګی کوي، څوک جوش کړې هګۍ خرڅوي او څوک ....په داسې حال کې چې په افغانستان او په ځانګړې توګه په کابل کې په لسګونو نړيوالې او ملکي غير دولتي ادارې او هم د بشر د حقوقو نړيواله ټولنه د ماشومانو د ښوونې، روزنې او حقوقو له پاره هر کال پ
د عابد خاطره د مشتاق رحيم تبصره
عابد صاحب سلامونه او نيكې هيلې مې ومنه! ستا په خاطرو مې ددوستانو تبصرې وليدې نو زما زړه هم وتښنيده چې يو څه زه هم ووايم ولې چې زه هم لكه ده ډيرو نورو ستا د خوندورو خاطرو نه خوند اخلم او كله كله خو داسې راته بريښي لكه چې د خپل ژوند د خاطرو څخه يوه لولم_ ملګرو ستا د ليكلو په اړوند ډير څه ليكلي نو زه به په ځاې ددې چې د صفت انبار وكړم (چې ليكنې دې وړتيا يې هم لري) يو څه خپله يو كمزورې غوندې مشوره دركړم_ هغه دا چې لكه څرنګه ته د پيښور خاطرې ليكې نو كه هڅه وشي چې د لرې پښتنخوا لهجه خپله كړې
د کال د غوره شخصيت ته د چايزو د ويش څو انځورونه
د اطلاعات او کلتور اداري معين غلام نبي فراهي د هيواد د تکړه انځورګر ډاکټر آصف اصفي په ګوتو جوړه شوې تابلو چې د جلال آباد د قصر يوه برخه څرګندوي ، ډالۍ کړه.د آزادۍ راډيو ريس شيرزي صاحب ته هغه نښان ورکوي چې په وياړ يې جوړ شوی دی.په پراګ کې د آزا