د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د زمري د مياشتې په ٢٤ نيټه د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو د ٨٩ کليزې په وياړ د کابل په انټر کانټينټال هوټل کې يوه مشاعره او په سيمه ييزه کچه د موسيقۍ پروګرام نيولی و چې ځينې انځورونه يې دلته ليدلای شئ.
په درنښت
له کيڼ اړخه: پير محمد کاروان، استاد حبيب الله رفيع، ډاکټر محمد اکبر اکبر او زردشت شمس
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير او د هغه څو نور ياران
د ملي راډيو او تلويزيون رييس واحد نظري د خپلو يارانو سره
له ښي اړخه: غلام جيلاني ځواک، د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی، عابد او استاد زبير شفيقي
د ننګرهار ولايت د کامې له ولسوالۍ څخه دا ځوانان د ستار او نګي پخوانی دود تازه کوي
داډله د هزاره ګي موسيقۍ ننداره وړاندې کوي
دا ياران د بدخشان دوديزه موسيقۍ وړاندې کوي