زاهد ساپی چې له ډېرو کلونو را په دې خوا له خپلې کورنۍ سره په اروپا کې اوسيږي. نوموړی يو ادب پاله او فرهنګپاله ځوان دی چې کله کله شعر او يوه نيمه ليکنه هم کوي. زاهد ساپی د نيټ په نړۍ کې دوه پښتو پاڼې چې يوه يې د (( پښتو ډيوه)) او بله يې (( اتل افغان )) نوميږي، چلوي. د ٢٠٠٨ م کال د جولايی په شپږه نيټه يې په کابل کې واده وکړ چې ځينو فرهنګي دوستانو په کې هم ګډون کړی و. راځئ چې دلته يې انځورونه وګورو.

بازمحمد عابد، صبور صابري، محبوب الله محبوب، فرحت قاضي او پير محمد کاروان

پيرمحمد کاروان او زاهد ساپی

زاهد ساپی او بازمحمد عابد

زاهد ساپی او محبوب الله محبوب

ميوند افغان، بريالی صمدي او مړوند حبيبي

عابد او بريالی صمدي

ميوند افغان، عابداو مړوند سمسور حبيبي

بربالی صمدي له خپل ګروپ سره
03.07.2008
- baz
په افغانستان کې د ثور له کودتا نه مخکې په دې بازار کې يوازې د شفيع مارکيټ په نوم د بهرني رخت پورنځيونه موجود و خو نوره کوڅه ټول کورونه وو. کله چې افغانان پيښور ته مهاجر شول نو له برکته يې په لسګونه کورونه په مارکيټونه واوښتل او په سلګونو دوکانونه په کې همدې افغانانو چا په بيه واخيستل او چا په کرايه ونيول. اوس دا مارکيټ په باړه بازار ځکه مشهور دی چې بهرني توکي، لکه رخت، تلويزيون، بخچال، فريزر، عطرونه، د کاليو مينځلو ماشيونونه او ډېر نور توکي هم تر لاسه کيدای شي. په دې کوڅه ک...
08.07.2008
- baz
کله چې د ډرونټې بند جوړ يدو نو ورسره سم يې د جلال باد د هډې، ثمرخيلو او غازي آباد په سيمو کې زراعتي فارمونه هم جوړ کړل. په فارمونو کې په دولتي کچه زراعت او مالدارۍ ته وده ورکول کيده. په دې فارمونو کې يوازې د ميوو باغونه جوړ نه شول بلکې د تخمونو د روزلو د غواګانو او چرګانو د ساتلو بندوبست هم شوی و. د يادولو وړ ده چې د ډاکټر نجيب الله په وروستيو کلونو کې هم دا فارمونه فعال وو او ښه حاصلات يې ورکول. په دې باغونو کې مالټه، کينو، نارنج، ترونج، سنتره، ليمو او زيتون هغه ميوې دي د هيواد ګوټ ګوټ ت...