په افغانستان کې د ثور له کودتا نه مخکې په دې بازار کې يوازې د شفيع مارکيټ په نوم د بهرني رخت پورنځيونه موجود و خو نوره کوڅه ټول کورونه وو. کله چې افغانان پيښور ته مهاجر شول نو له برکته يې په لسګونه کورونه په مارکيټونه واوښتل او په سلګونو دوکانونه په کې همدې افغانانو چا په بيه واخيستل او چا په کرايه ونيول. اوس دا مارکيټ په باړه بازار ځکه مشهور دی چې بهرني توکي، لکه رخت، تلويزيون، بخچال، فريزر، عطرونه، د کاليو مينځلو ماشيونونه او ډېر نور توکي هم تر لاسه کيدای شي. په دې کوڅه کې ما پوره ١٥ کاله سګريټ خرڅ کړي دي او هغه ځای مې اوس هم په ولقه کی دی. خوزما پر ځای په کې زما زوی دوست محمدعابد سګريټ خرڅولو ته ولاړ وي، البته له مکتب او کورس ويلو نه وروسته. راځئ چې څو انځورونه يې سره وګورو.

دباز بچی د باز په ځاله کې

ځوان په اوړي کې يخ شربتونه او په ژمي کې ګرمې چولې له شلو کلونو راهيسې په همدې ځای خرڅوي.



