01.07.2008
- baz
د باز بلاګ قدرمنو ليدونکو دا ځل مې درته د ننګرهار ولايت کې د ثمرخيلو په کلي کې د مياعلي بابا د زيارت په اړه مالومات راټول کړي دي، هيله ده چې ستاسې د پام وړ وګرځي. زموږ په ټولنه کې د ميا او ملا په دم او درود د خلکو عقيدې له سلګونو کلونو را په دې خوا موجودي دي. ځينې خلک اوس هم ډېر ناعلاجه ناروغان په زيارتونو ګرځوي. مثلاً د ګوزن ناروغان د هسکې مينې په ولسوالۍ کې مياجي صاحب ته ورولي، د زيړي ناروغ د بند اخيستو په خاطر ګردي غوث ته وورولي او دماشومانو د زيل نه د مخنيوي، ...
03.07.2008
- baz
په افغانستان کې د ثور له کودتا نه مخکې په دې بازار کې يوازې د شفيع مارکيټ په نوم د بهرني رخت پورنځيونه موجود و خو نوره کوڅه ټول کورونه وو. کله چې افغانان پيښور ته مهاجر شول نو له برکته يې په لسګونه کورونه په مارکيټونه واوښتل او په سلګونو دوکانونه په کې همدې افغانانو چا په بيه واخيستل او چا په کرايه ونيول. اوس دا مارکيټ په باړه بازار ځکه مشهور دی چې بهرني توکي، لکه رخت، تلويزيون، بخچال، فريزر، عطرونه، د کاليو مينځلو ماشيونونه او ډېر نور توکي هم تر لاسه کيدای شي. په دې کوڅه ک...