کله چې د ډرونټې بند جوړ يدو نو ورسره سم يې د جلال باد د هډې، ثمرخيلو او غازي آباد په سيمو کې زراعتي فارمونه هم جوړ کړل. په فارمونو کې په دولتي کچه زراعت او مالدارۍ ته وده ورکول کيده. په دې فارمونو کې يوازې د ميوو باغونه جوړ نه شول بلکې د تخمونو د روزلو د غواګانو او چرګانو د ساتلو بندوبست هم شوی و.
د يادولو وړ ده چې د ډاکټر نجيب الله په وروستيو کلونو کې هم دا فارمونه فعال وو او ښه حاصلات يې ورکول. په دې باغونو کې مالټه، کينو، نارنج، ترونج، سنتره، ليمو او زيتون هغه ميوې دي د هيواد ګوټ ګوټ ته به رسيدې او هم به په هر فصل په سلګونه ټرکونه اتحاد جماهير شوروي ته ليږدول کيدل.
کورنيو جګړو دغه باغونه په يوې ډاګې واړول او د ننګرهار زراعت ته يې ډېر تاوان ورساوه. دا اوس هم د هډې او غازي آباد د فارمونو په زرګونه هکټاره ځمکه دولت ولسي خلکو ته په اجارو ورکړي ده چې هندواڼې او نور ضرروي شيان په کې کرل کيږي.
د ثمرخيلو فارم کې هم د يادو شويو ميوو باغونه موجود وو چې اوس له نيکه مرغه دولت ورته يو څه پام اړولی دی او د ميوو د تخمونو د روزلو کار په کې پيل شوی دی. دلته څو انځورونه ليدای شئ چې د ميوو تخمونه په کې روزل کيږي او بيا له دې ځايه نورو فارمونو ته انتقاليږي او هم په آزاد بازار کې خرڅلاو ته وړاندې کيږي.
دا د توت د ونو نيالګي دي نورو ځايونو ته د انتقاليدو له پاره تيار ولاړ دي
د مڼو نيالګي
د زيتونو باغ
د سپيدارو تر څنګه د نورو تخم هم روزل شوی دی
د ارخرو په منځ کې د انار نيالګي
د صبر نيالګي کرلو ته تيار شوي دي.
د زردالو نيالګي هم کرلو ته تيار دي
دګيټس نيالګي دا نيالګي په وچ خوړ او حتی د غره په سر هم شين کيږي پيښور کې دې ونو ته د لاچي ونه وايي. دا تخم له روسيه نه افغانستان ته او له افغانستان ته پاکستان ته مهاجر شوی دی.