دا د کمې ډکې سيمه ده چې مخامخ ورته د لالپورې ولسوالۍ پرته ده.

دا د مومنددرې ولسوالۍ د غزګي سمسوره سيمه ده.

په مومند دره کې د ايمل خان د ليسې څخه  اخيستل شوی انځور.

په مومند دره کې د ايمل خان ليسه.

دا سيمه د روداتو ولسوالۍ مخته د تورخم او جلال اباد په لويه پرته ده چې اوس د هيواد لوی تجار نجيب زراب له حکومت نه اخيستې ده او په ډيره تندۍ کې پرې کار روان . دلته د غازي امان الله خان په نوم يو ښارګوټی جوږيږي چې په نوي او عصري سستم  په کې د ژوند ټولې اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي.

دا په ثمرخيلو کې تګاو د بې ځايه شويو کډوالو کمپ دی چې ښه په کې خوشحاله دي.

دا هم په ثمرخيلو کې د سرک پر غاړه خدای خبر چې د څه شي ذخيرې وې، خو کليوالو به  په کې دا تروکی هم ويشته چې په دې ذخيرو کې د جهازونو تيل ساتي، خو زه تر ننه هم پوه نه يم چې په دې کې يې څه شی ساتلو؟

دا سرک له تور سرک نه د ثمرخيلو کلي او د ثمرخيلو زراعتي فارم ته تللی دی.