انځورونه
د بهير د تازه غونډې څوانځورونه
دافغان ادبي بهير د ١٣٨٧ کال په وروستۍ غونډه کې د قاضي زاده صاحب په يوه غزل کره کتنه وشوه. د غونډې وياند حسن المبارک و او ريپورټ يې منصور نيکمل ليکه.
نو روز په شمشاد کې
د نوي کال د راتګ په مناسبت د تيرې جمعې په شپه شمشاد تلويزيون له شاعرانو، ليکوالو او هنرمندانو سره ګډ يو رنګين ماښامی جوړ کړی و. چې دلته يې ځينې انځورونه خپروم.د پروګرام چلوونکي سميع الله روحاني او پشتنه عربزۍبريالی ولی د سندره وايه
د سوالګرو انځورونه
ګرانه او زړه ته راتېره عابد جانه سلامونه!تلپاتې روغتیا دې له تلپاتې رب څخه غواړم.وروره! شايد زه دې له ياده وتی يم خو زما د صدر بازار بانډار او بهېرونه له ياده نه دي وتلي٠ناکردو او د بې کوریومېچنو سره داسې دل کړو چې دپېژندلو يې ويستلي يو٠ او په زړه سخت اسمان په ختيځ او لويديځ سره وويشتلو.وروره زه ستا وېبلاګ دخپل وطن دياد دتازه کولوپه خاطر هر وخت ګورم او دوطن مینه پرې تازه ماتومراځم ار موخې ته!زه يو شمېر انځورونه لرم چې ما په ٢٠٠٦ کال کې اخېستي چې په افغانستان
د ننګرهار د قبايلو د رياست حويلۍ او ياران
تر غرمنۍ وروسته ځينو يارانو وغوښتل چې له ما سره ګډ انځورونه ولري، چې دا دی ستا په وړاندې يې دلته خپروم. شفيع الله بابرزی او عابدارشاد رغاند، عابد او انوارالحق پرغل
د سيمينار د ړومبۍ ورځې د دوهمې ناستې انخورونه
نقيب احمد اتل د دوهمې ناستې وياندوي کوي چې د ستيچ پر سر سليمان لايق، ګل رحيم نيازمن، زاهد شاه انګار، پوهاند سيال کاکړ، عبدالنافع همت، رحمت شاه سايل، استاد اسدالله غضنفر او ډاکټر اسرار ليدل کيږي.نبي تدبير د استاد حبيب الله رفيع مقاله لولي.
په سيمينار کې د مډالونو، پګړيو او پکولونو د ويش انځورونه
په دې انځورونو کې وينئ چې څوک په مډالونو، څوک په پګړيو او څوک هم په پکولونو نازول شوي دي.رحمت شاه سايل ته د کابل او ننګرهار واليان په شريکه مډال په غاړه واچاوه.ډاکټر اسرار ته هم دواړو واليانو مډال په غاړه واچاوه.د استاد ح
د فلکلور سيمينار د ړومبۍ ناستې ځينې انځورونه
په دې برخه کې پيغامونه او د فلکلور په اړه مقالې ولوستل شوې. آصف شينواری چې د سيمينار وياندوي يې کولهقاري عبدالله سهار د قرآن کريم په مبارکو آياتونو د سيمينار پرانسيتنه کوي.د ملي سرود په درناوي کې د کوزي او برې پښتونخوا شاعر
د سيمينار تالار ته د ورتګ په حال کې ځينې انځورونه
دلته څو انځورونه وينئ چې ځينې مشران د سيمينار هال ته د ورتګ په حال کې دي.د کابل والي حاجي دين محمد چې د ختيزو سيمو د ژورنالتسانو د ټولنې مشر استاد لعل پاچا ازمون يې تر څنګه ليدل کيږي، د سيمينار تالار ته روان دي.په سياست وران اوس په فرهنګ جوړيږي.
د ننګرهار د قبايلو په رياست کې د شپې د موسيقۍ د شپې ځينې انځورونه
دلته د قبايلو په رياست کې د موسيقۍ د پروګرام او د قبايلو ځوانانو محصيلينو چې ټول يې د سايل مينه وال وو ځينې انځورونه ليدلای شي.سردار يوسفزی د سايل غزلې وايي.امجد شهزاد هم د سندرو ويلو په حال کېسردار يوسفزی
د جلال باد سيمينار ته د بهيروالو د تګ څو انځورونه
د باز بلاګ ليدونکو په سلامونو مو نمانځم. د کب په څلرويشتمه نيټه چې په جلال اباد کې د ختيزو سيمو د ژورنالستانو خپلواکې ټولنې د فلکلور په اړه د استاد حبيب الله رفيع اوپروفيسر سيال کاکړ په درناوي کې او د نوموتو شاعرانو رحمت شاه سايل او ډاکټر اسرار په درناوي کې سيمينار جوړ کړی و چې نن او سبا به هم دوام ومومي، له کابل څخه يې بهيروال هم دعوت کړي وو. په دې البم کې به جلال اباد ته د تګ څو انځورونه وګورئ او هم به پرله پسې څو البمونه خپاره شي چې د سيمينار د ړومبۍ ورځې انځورونه به وي .
ښار په غرونو ښکلی ښکاري.
غرونه هم د خدای تعالی له موجواتو څخه دي. خدای تعالی زموږ په هيواد ډېر غرونه لورولي دي. په ډېرو ښارونو کې هم غرونه لرو. غرونه د هوا په پاکوالي کې مهم رول لوبوي. له نورو غرونو به تير شو، يوازې د کابل غرونو ته که تم شو، نو وبه وينو چې د طبيعت دا ښکلي موجودات څنګه انسانانو په ناوړه توګه د خپلې ولقې لاندې راوستي دي. کابل سپيرو غرونو په غيږ کې نيولی دی. کاش چې د تيرو زمانو چارواکو ورته پام اړولی وای چې دا سپيره غرونه يې په نښترو ښکلي کړای وای. خو افسوس چې د کابل د غرونو شنه کيدل اوس له امکانه وتې خبره
د لغمان ولايت د مهترلام بابا او علينګار ولسوالۍ څو انځورونه.
دا انځورونه ګران علي سعيد چې په هالند کې اوسيږي او د باز بلاګ ليدونکی دی، راليږلي دي. علي سعيد يو افغاني سينيمايي لوبغاړی دی چې د استاد نظري په هجرت فلم کې يې د ځونډي رول لوبولی دی. علي سعيد ډېر انځورونه راليږلي دي، چې وخت پر وخت به يې د باز بلاګ له لارې خپاره شي. د علي سعيد نه ډېره مننه.عابدد مهترلام بابا زيارت
د بهير په ستيج د ځينو بهيروالو انځورونه
استاد اسد الله غضنفرالحاج پير محمد کاروانډاکټر محمد اکبر اکبر
ښلوکيه ياره چې ګيله ونه کړې
تيره مياشت چې زه جلال آباد ته تللی وم نو د خپل دوه ورځيني سفر يو وړوکی يون ليک مې له انځورنو سره په همدې بلاګ کې خپور کړی. په دې سفر کې زه د يوه واده مراسيمو ته د اخونزاده صاحب کلي ( هډې) ته هم تللی وم. په يون ليک کې خو مې هډي ته د تګ يادونه کړې وه، خوخ کوم انځور مې د دې تاريخي کلي نه و خپور کړې. ځکه خو زما ګران ورور ذاکر برميال راڅخه له ګيلې ډک ليک راليږلی و. هغه راته ليکلي وو چې يو خو زه له هډې نه په تنکۍ ځوانۍ کې وتی يم چې اوس د لندن مسافرو خوړلی يم، نو خوند به يې کړی و چې د هډې کلی د
دا انځورونه ناليدلي آشنا عزت الله راليږلي دي چې د پکتيا ولايت دي.
راليږونکی :عزت اللهد راليږونکي پته :ezat_pinf@yahoo.comنيټه : 16-02-2009سلام عابد صيب!کيدی شي چې ددې ليک د ليدو سره حيران شې او فکر وکړې چې دا د تره زوی مې له کومه راپيداشو چې ايلميونه يې راسر کړي دي. خو له ډيره وخته ټول افغان ګورم او خوند ترې اخلم په خاص ډول ستاسو بلاګ راته ډير په زړه پورې دی. ځکه چې زه هر وخت ستاسو د بلاګ په مټ د وطن په ښاېسته سيمو کې چکرونه وهم. خو نن د وخت په يارۍ ما هم ستاسو بلاګ ته يو څو انخورونه در وليږل. او کله چې مې بيا وخت پيداکړو نو او
د بهير د ١٣٨٧ل کال د غونډې انځورونه
د بهير د ١٣٨٧ل کال د غونډې انځورونه چې لنډ راپور يې تر دې انځورونو تر مخه خپور شوی دی. انجينر ستانه مير زهيراستاد اسدالله غضنفرعلم ګل سحر
د بهير دتازه غونډې دوهم البم
د بهير د غونډې وياند حسن المبارکحسن المبارک، د غونډې مشر عبدالقيوم مشواڼی، د غونډې ميلمانه نقيب الله اسد او استاد هاضمد غونډې ريپورټ ليکونکی منصور احمد نيکمل
بيا هم د لغمان ولايت ښکلي انځورونه
د يادونې وړ ده چې دا انځورونه د کاناډا له ټورنټو ايالت نه ګران دوست او د باز بلاګ ليدونکي يارمحمد نعيمي راليږلي دي. يارمحمد نعيمي درې ، څلور کاله پخوا کابل ته راغلی و او زه له بابرزي صاحب سره د ده ليدو ته ورغلی اوم. تيره هفته يې يو بيا زه د بلاګ له لارې پيدا کړم. او نن يې دا دی د لغمان ولايت ښکلي انځورونه د باز بلاګ په ليدونکو لورولي دي. نعيمي صاحب کور دې ودان خدای دې راوله.يارمحمد نعيم
د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو ولسوالي د کوز بيار کلی
دا انځورونه د ښاغلي اجمل اند له ويبپاڼې څخه اخيستل شوي چې اول خو اندصاحب ته د ځانګړې ديبپاڼې مبارکي ورکوم او بيا ترې مننه کوم چې دومره ښکلي او په زړه پورې انځورونه خپاره کړي دي . هيله ده چې د باز بلاګ د ليدونکو تنده پرې ماته شي.په مينه او مننه بازمحمد عابد
د لغمان ولايت د علينګار ولسوالۍ څو ښکلې منظرې
ګرانه وروره فهيم الله پښتون صاحب ډېره زياته مننه چې د انځورونو زما دا ټکنۍ هڅه مو يو ځل بيا په منډه کړه. همدا رنګه له نورو دوستانو څخه هم هيله کوم چې د خپلې سيمې انځورونه او هم د سيمې په هکله مالومات باز بلاګ ته راوليږي چې په بلاګ د انځورونود مينه والو تندې پرې ماتې شې.ستاسې وروربازمحمد عابد
د کنړ ولايت، د پيچ دره د ننګلام د کلي څو ښکلي انځورونه
ګرانو يارانو، دا دی د څه وخت وقفې نه وروسته بيا په دې وتوانيدم چې بلاګ ته ستاسې د خوښې منظرې ورکړم دا ښکلي انځورونه بلاګ ته ګران ورور ظفر کريمي راليږلي دي چې کور ودای ورته وايم.
دا انځورونه ګران ورور داود جبارخيل بلاګ ته راليږلي دي
راليږونکی :داودجبارخيلjabarkhaildw@yahoo.com د راليږونکي پته :نيټه : 18-09-2008ګران عابد جانه اسلام عليکمپاڼه مونږ ډيره شوق سره ګورو او د لازياتو برياليتوبونو هيله ورته لرم په اخر کې ېو څو دباجوړ دپښتنو عکسونه دراستوم داودجبارخيل امريکا غږ ډيوه راډيو جبارخيل صاحب مينه او مننه چې پاڼه په شوق سره ګورئ. د پاڼې ښکلا او ځلا همدا ستاسې يارانو له برکته ده. دا چې بلاګ ته مو د باجوړ د پښتنو ماشومان
په کابل کې د هلمند او فراه ولايتونو مهاجرين
تيره ورځ د عزت الله شمسزي سره زه، انجنيرستانه مير زهير او زموږ د ډېرې مودې بهيروال يار سيد ملوک شيرزاد د قرغې د بند په لور تلو چې ناببره مو په داسې يو ځای سترګې ولګيدې چې هو به هو راته مهاجر ښکاره شول. له مخې سره شمسزي صاحب وويل چې دا د هلمند او فراه رانه راغلي مهاجرين دي چې څه د طالبانو او څه د ببماريو له وجې دلته راغلي دي. دا خلک لوی او واړه، ښځې او نارينه د يوه مکتب مخې ته د راشن په انتظار ولاړ وو. خوا مو پرې بده شوه. د لږې شيبې لپاره څه ٢٨ کاله پخوا وختونه را
د افغان ادبي بهير د غونډې لنډ راپور
د افغان ادبي بهير غونډه د ١٣٨٧ل کال د د وږي په ٢٢ نيټه چې د ٢٠٠٨م کال د سپتمبر د ١٢ نيټې سره برابره وه، د کابل په پروان مينه کې د يار په موسسه کې سهار ٩ بجې د قرآن کريم په مبارکو آيانونو پيل شوه. د غونډې رييس استاد سعدالدين شپون و او ميلمانه يې انجنير ستانه مير زهير او زرين انځور وو. غونډه په دوه برخو مشتمله چې د ړومبۍ برخې وياندي يې بازمحمد عابد کوله چې د استاد احسان آذري په نوي نړيوالي ادبي تيوري باندې مفصل ليکچر ورکړ چې د غونډې د ګډونوالو د پام وړ وګرځيد. له استاد آذري&n