ګرانه او زړه ته راتېره عابد جانه سلامونه!
تلپاتې روغتیا دې له تلپاتې رب څخه غواړم.
وروره! شايد زه دې له ياده وتی يم خو زما د صدر بازار بانډار او بهېرونه له ياده نه دي وتلي٠
ناکردو او د بې کوریومېچنو سره داسې دل کړو چې دپېژندلو يې ويستلي يو٠ او په زړه سخت اسمان په ختيځ او لويديځ سره وويشتلو.
وروره زه ستا وېبلاګ دخپل وطن دياد دتازه  کولوپه خاطر هر وخت ګورم او دوطن مینه پرې تازه ماتوم
راځم ار موخې ته!
زه يو شمېر انځورونه لرم چې ما په ٢٠٠٦ کال کې اخېستي چې په افغانستان کې دبې وسۍ او فقر ژوند څرګندوي، يانې د سوالګرو انځورونه دي، که ته يې وړ بولې چې خپاره يې کړې او دخپلو مينوالوسره يې شريک کړې، زه يې تاته درليږم٠
په درنښت
مساپر ورور دې
نجيب زاخېلوال