ګرانو يارانو، دا دی د څه وخت وقفې نه وروسته بيا په دې وتوانيدم چې بلاګ ته ستاسې د خوښې منظرې ورکړم دا ښکلي انځورونه بلاګ ته ګران ورور ظفر کريمي راليږلي دي چې کور ودای ورته وايم.







19.10.2008
- baz
د افغان ادبي بهير د ١٣٨٧ل کال د تلې په ٢٦ نيټه چې د ٢٠٠٨م کال د اکتوبر د ١٧ نيټې سره برابره وه، د کابل په پروان مينه کې د يار په موسسه کې د قرآن کريم په تلاوت پيل شوه. د غونډې رييس محمد الله کمال و او ميلمانه يې منيرځدران او حسن مبارک وو. د غونډې وياند محمد دين همدرد و او ريپورټ يې مصطفی باور ليکه.د تر څه د مخه دتيرې غونډې ريپورټ کره کتنې ته وړاندې شو چې له لږې سمونې وروسته دتاييد وړ وګرځيد. همدا رنګه ټاکل شوې وه چې عنايت ديدار به خپله لنډه کيسه کره کتنې ته وړاندې...
28.10.2008
- baz
له سږنۍ روژې نه پوره دوه اونۍ د مخه د ميدان وردګو والي او فرهنګي شخصيت ښاغلي حليم فدايي د بهير غونډې ته تشريف راوړ اود هيواد د مختلفو ولاياتو شاعرانو ته چې په کابل کې ميشت دي بلنه ورکړه چې د سولې په نوم يوه مشاعره به د ميدان وردګو په ولايت کې ستاسې په مرسته جوړوي. کابل ميشتو شاعرانو د والي صاحب بلنه په ورينو تنديو ومنله خو ډېر ژر د روژې مبارکه مياشت راغله او دا خبره سړه غوندې شوه. زه چې د اختر له رخصتيو نه راوګرځيدم نو په ړومبۍ هفته کې د حفيظ الله غښتلي واده و چې د ډېرو يارانو په...