10.03.2009
- baz
دا انځورونه ګران علي سعيد چې په هالند کې اوسيږي او د باز بلاګ ليدونکی دی، راليږلي دي. علي سعيد يو افغاني سينيمايي لوبغاړی دی چې د استاد نظري په هجرت فلم کې يې د ځونډي رول لوبولی دی. علي سعيد ډېر انځورونه راليږلي دي، چې وخت پر وخت به يې د باز بلاګ له لارې خپاره شي. د علي سعيد نه ډېره مننه.عابدد مهترلام بابا زيارت...
15.03.2009
- baz
د باز بلاګ ليدونکو په سلامونو مو نمانځم. د کب په څلرويشتمه نيټه چې په جلال اباد کې د ختيزو سيمو د ژورنالستانو خپلواکې ټولنې د فلکلور په اړه د استاد حبيب الله رفيع اوپروفيسر سيال کاکړ په درناوي کې او د نوموتو شاعرانو رحمت شاه سايل او ډاکټر اسرار په درناوي کې سيمينار جوړ کړی و چې نن او سبا به هم دوام ومومي، له کابل څخه يې بهيروال هم دعوت کړي وو. په دې البم کې به جلال اباد ته د تګ څو انځورونه وګورئ او هم به پرله پسې څو البمونه خپاره شي چې د سيمينار د ړومبۍ ورځې انځورونه به وي ....