د باز بلاګ ليدونکو په سلامونو مو نمانځم. 
د کب په څلرويشتمه نيټه چې په جلال اباد کې د ختيزو سيمو د ژورنالستانو خپلواکې ټولنې د فلکلور په اړه د استاد حبيب الله رفيع اوپروفيسر سيال  کاکړ په درناوي کې او د نوموتو شاعرانو رحمت شاه سايل او ډاکټر اسرار په درناوي کې سيمينار جوړ کړی و چې نن او سبا به هم دوام ومومي، له کابل څخه يې بهيروال هم دعوت کړي وو. په دې البم کې به جلال اباد ته د تګ څو انځورونه وګورئ او هم به پرله پسې څو البمونه خپاره شي چې د سيمينار د ړومبۍ ورځې انځورونه به وي .
د يادونې وړ ده چې د دې زما د دې دوه ورځيني سفر يون ليک به څو ورځې وروسته په ليکه شي. د اوس له پاره څو سر په سر البمونو ته ستاسې قدرمنو پام را اړوم.
په مينه او درنښت ستاسې ورور
عابد

د ځوانو بهيروالو ډله چې له کابل څخه  په يوه کاشتر موټر کې د حرکت په  حال کې دي.

د سروبي په بازار کې له استاد اسد الله غضنفر، سليمان لايق او حاجي محمد حسن حسام سره د بهيروالو يو ځای کيدل.

د الفت صاحب مزار څخه ليدنه او له ننګرهار له يارانو سره يو ځای کيدل.

لايق صاحب د ارواښاد الفت پر مزار د ګلونو ګيډۍ ږدي.

های حيران، عابدجان رځړوال، راشد خټک او عابد  د الفت صاحب د مزار مخې ته.

عابد د سيمينار د تنظيموونکو استاد ببرک مياخيل او آصف شينواري تر منځ

لايق صاحب د غازي امان الله خان پر مزار تقرير کوي.


لايق صاحب، اسد الله دانش او حسام صاحب د غازي امان الله خان پر مزار له دعا کولو نه وروسته د راتو په حال کې ليدل کيږي.


د فرهنګيانو  ډله د بهسودو په پل ليدل کيږي.

د خان عبدالغفار خان ( باچا خان) له مزار نه ليدنه او د لايق صاحب تقرير


د ننګرهار د ولايتي شورا د رييس سکرتر اجمل حسن خيل او عابد