په دې انځورونو کې وينئ چې څوک په مډالونو، څوک په پګړيو او څوک هم په پکولونو نازول شوي دي.
رحمت شاه سايل ته د کابل او ننګرهار واليان په شريکه مډال په غاړه واچاوه.
ډاکټر اسرار ته هم دواړو واليانو مډال په غاړه واچاوه.
د استاد حبيب الله رفيع مډال نبي تدبير ته امانت ورکړل شو.
محقق ، ليکوال او شاعر هميش خليل ته استاد محمد اصف صميم پګړۍ ور په سر کړ.
پوهاند سيال کاکړ ته تر مډال وروسته پګړئ ه م ورپه سر کړل شوه.
ډاکټر اسرار د ننګرهار د پوهنتون رييس پګړۍ ور په سر کړه.
سليمان لايق ته نعمت الله کرياب پکول ور په سر کړ.
رحمت شاه سايل د مننې په حال کې چې تر څنګ يې نعمت الله کرياب هم ليدل کيږي.
د بلخ د پوهنتون استاد برزين مهر ته سالار صاحب پکول ور په سر کړ.
اسدالله دانش ساپي ته هم سالار صاحب پکول ور په سر کړ.
الحاج محمد حسن حسام ته شيرحسن کمالزي پکول ور په سر کړ.
زه ( بازمحمد عابد) هم د پکول حقدارو کې وشميرل شو.
انځورونه