انځورونه
قرغه خو به مو ليدلي وي؟
د کابل لمرپريواته ته د قرغې بند جوړ دی چې د جمعې او رخصتيو په ورځو کې په زرګونه خلک د سيل او ساعتيرۍ له پاره ورځي. څه شل کاله پخوا چې ما لا قرغه نه وه ليدلي له يوه دوست سره په اسلام اباد کې راول ډيم ته ورغلی وم. دوست مې په کابل کې ډېره موده تيره کړې وه، ويل يې چې د راول ډيم د قرغې له بند سره دومره توپير لري چې قرغه کې کشتۍ نه شته. اوس چې دا شپږ کاله کيږي چې زه په کابل کې جره اوسيږم، او د رخصتيو په ورځو کې چکر وهلو ته پريمانه وخت لرم، په لسګونو وارې به د قرغې بند ته هم تللی يم. دلته هم د سيل ل
پغمان ته خو به کله ميلې ته تللي ياست؟
په هيواد کې چې نسبي امنيت رامنځته شو دی، نو له کابل نه په سلکونو خلک چې د ژوند د مختلفو طبقو سره تړاو لري، د جمعې په ورځ پغمان ته د سيل او ميلې له پاره ځي. پغمان ته ډېرې کورنۍ هم د سيل او ميلې له پاره چې هملته ښځې او نر د خوړ په غاړه پينډه جوړوي او اخلی پخلی هم کوي. په پغمان کې سماواتونه او هوټلې هم ښې پريمانه جوړې شوي دي خو اکثره خلک له ځانونو سره د اخلي پخلي لوښي وړي او ځانونه ته پخپله خواړه پخوي.
دا هم دتير راپور اړوند ارنځورونه
د دې انخورونو راپور په تير شوي البم کې ليدلای شئ
ياران په کندوز کې/ عابد
دلته څو تنه ياران په کندوز کې د ريدي ګل تر مشاعرې وروسته د کندوز هوټل په حويلۍ کې ليدای شئ. د استاد شپون د ډېرو کيسو اتل انور خان چې په يوه کيسه کې يې د المر په نوم لوبولی دی. استاد آصف صميم سره د آزادۍ راډيو خبريال استاد محقيق نورمحمد سهيم مرکه کوي.
آيا تاسې د سالنګ غرونه ليدلي دي؟ عابد
دا انځورونه د سالنګ له غرونو دې خوا او هاخوا ځينې منظرې درښيي. که خپل نظريات مو له ما سره شريکول نو په لاندې پته يې راليږلی شئ.baz_moh1@hotmail.com د سالنګ د غرونو لمنه د سالنګ د تونل دالانونه
د نذير سهار په واده کې د مشاعرې انځورونه
قدرمنو دوستانو! د تکړه ژورنالست، ژباږونکي او شاعر نذير احمد سهار د تير شوي واده پارټي چې دانش خپرندويه ټولنې او څرک مدني ټولنې په شريکه نيولې وه، د جمعې په ماښام د الماس شرق په هوټل کې د غزل د ماښام تر سرليک لاندې تر شپيتو تنو شاعرانو او ليکوالو په ګډون ونمانځل شوه. تر ماښامنۍ د مخه يوه آزاده مشاعره وشوه چې وياندي يې بازمحمد عابد کوله او بيا د موسيقۍ برخه پيل شوه چې د شپې تر ناوخته يې دوام وکړ. د يادونې وړ ده چې د خليل ځاځي په نوم يو ځوان چې شاعر هم دی، د موسيقۍ له پرد
د ننګرهار ولايت د چپليار ولسوالۍ انځورونه
عابد جانه! دا څو عکسونه زما د خپل کلي دي چې په تصوير کې ښکارېدونکې جونګړه زما پلرنۍ مېنه ده دې سيمې ته د چپليار، ماڼو اخونزادګانو کلى وايې .په بل تصوير کې چې کوم چينار ښکاري دا زموږ د سيمې ډېر مشهو رچينار دى دې ته د پير صېب چينار وايې پير صېب زموږ په سيمه کې لوى ستانه تېر شوى. دا چينار يوه ځانګړنه دا هم لري چې هېڅوک نه شي کولاى چې ددې چينار لرګي په خپل کور کې وسوځوي. يواځې په جومات او نورو ټولګټو کارونو کې ترې کار اخيستل کېږي .زموږ د سيمې خلک پ
له چاريکارو ها خوا/ انځورونه
ګرانو ليدونکو او له هيواده ليرې وطنوالو. په سلامونو مو نمانځم، دا دی نن درته د هيواد د شمال ځينې انځورنه په ليکه کوم. او بلا ډېر انځورنه مې اخيستي دي، چې په وار وار به يې بلاګ ته پورته کوم او ستاسې نظرونه به پرې غواړم.په دې هيله چې خوښ مو شي. دا انځورنه د پروان ولايت له چريکارو او جبل السراج پورې سيمو دي، بل ځل به درباندې اشاالله سالنګ وينم او بيا به همداسې پر مخ ځو. خوښه مو ده؟ ګران دوستان کولای شي چې په لاندې پته خپل نظرونه او نيوکې راوليږي، که نظرونه او نيوکې چ
ياران د آمو پر غاړه
د شيرخان بندر د شمشار تلويزيون کمره مين عبدالحليم همت نور الحبيب نثار
د ريدي ګل مشاعرې لنډ راپور او څو انځورونه
د ١٣٨٧ کال د غويي په شلمه نيټه د کندوز ولايت په مرکز کې دد پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې له خوا د افغان کلتورې ټولنو جرګې په په نخنيکي مرسته د ريدي ګل دوديزه مشاعره جوړه کړې وه چې تر ٦٠٠ تنو زياتو شاعرانو، لکيوالو او د ادب مينه والو په کې ګډون کړی وه. د دې مشاعرې وياندويان ګل رحيم نياز مند او ذبيح الله احساس وو. په مشاعره کې يوه فرهنګپال قومي مشر حاجي عبدالستار اسحاقزي ته د استاد شپون په لاس د سرو زرو هغه مډال ورکړل شو چې د افغان کلتوري ټولنو جرګې له خواتيار شوی و
د لوګر ولايت څو انځورونه
د لوګر ولايت انځورونه ګران عارف لودين بلاګ ته راليږلي دي چې مننه ترې کوم.
د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ د مملې باغ څو انځورونه
ګران دوست تاج الدين لودين مينه کړې ده او بلاګ ته يې د ننګرهار ولايت د خوګياڼيو ولسوالۍ د مملې باغ څو انځورونه راليږلي، زه هيله لرم چې لودين صاحب به د نوموړي تاريخي باغ انځورونه له بيلابيلو اړخونو څخه واخلي او بلاګ ته به يې راوليږي، او هم دا تمه هم لرم چې د باغ په هکله د بلاګ ليدونکو ته مالومات هم ورسره ضميمه کړي، چې تر کومه حده بيا رغول شوی دی.په مينه ستاسې باز
د ننګرهار ولايت د دره نور ولسوالۍ څو ښکلې منظرې
دا انځورونو بلاګ ته ګران ورور لايق کاموي راليږلي دي، ما په ننګرهار کې له ډېرو يارانو څخه هيله کړې وه چې د نور د درې انځورونو راته راوليږي، يوه يې هم دا ځواني ونه کړه خو کاموي صاحب ته د بلاګ په ليدو دا احساس پيدا شوی و چې د نور دره هم د ليدو ده. کور يې ودان.
د کندهار ولايت ځينې منظرې
د ځايونو سره د نومونو ليکلو ته مې پتنوس اغا پام ورواړاوه چې مننه ترې کوم د بابا ولي مزار چې په يوه تپه باندې جوړ دی او هره ورځ يې مزار ته زرګونه خلک ورځي دا هم د سياحانو له پاره د بابا ولي د مزار تر څنګه هوټل جوړ شوی دی
د ننګرهار ولايت د کوټ ولسوالۍ په زه پورې هنري انځورنه
لکه څنګه چې پيکار صاحب په شعر کې د هنر پنځولو پوره استعداد لري، داسې يې د انځور اخيستلو په کار کې هم له هنر څخه کار اخيستی دی. نوموړي انځورونه د ده د هنري ذوق پوره ترجماني کوي. دا تاسې او دا هم د عبدالله پيکار عالي ذوق. د پيکار صاحب نه په مننه.ستاسې باز
د کابل او جلال اباد د لويې لارې ځينې انځورونه
د ماهيپر ژوره چې د کابل سيند يې په کوزه کې بند ښکاري د کابل او جلال اباد پر لاره د سروبي ولسوالۍ پورې تړلی يو کلی د ننګرهار پوهنتون تر څنګه د کابل د سيند ښکلې منظره
د ننګرهار ولايت څو ښکلې منظرې
د جلال اباد ښار شمال ته د بهسودو پل دی چې د ننګرهار څو ولسوالۍ او د کنړونو ولايت له جلال اباد له ښار سره نښلوي. د بهسودو ولسوالۍ د قاسم اباد کلی چې د کابل سيند ورته ښکلا يو په دوه کړې ده. د
د کنړ ولايت د پشد درې څو ښکلي انځورونه
د باز بلاګ ليدونکو او خوږو دوستانو په سلامونو مو نمانځم، دا دی ستاسې د ډېرې علاقه مندۍ له وجې د کنړ د پشد درې څو ښکلي انځورونه هم ستاسې د خوښۍ له پاره په بلاګ کې ځايوم، هيله ده چې د خوښې وړ مو وګرځي. دا انځورونه هم ګران شاعر او ژورنالست ملګري شرر ساپي راليږلي دي، چې منندوی يې يمستاسې باز
د کڼړ ولايت د چپې درې ولسوالۍ د ديګل کلي انځورونه
له کله نه چې ما دا هوډ کړی دی چې زه به بلاګ ته د افغانستان له ګوټ ګوټ نه ښکلې منظرې ورکوم، نو په اول سر کې ګران شاعر ملګري عطا محمد هيله من ځينې منظرې راوليږلې او اوس دا دی شرر ساپي د خپل کلي يعنې د کنړ ولايت د چپې درې ولسوالۍ د ديګل د کلي انځورونه راوليږل چې کورودانی ورته وايم. زه باور لرم چې دا انځورونه به تاسې خوښ کړئ اوله نورو يارانو څخه هم هيله لرم چې د خپلو سيمو انځورونه راوليږي چې له هيواد نه لرې پرتوافغانانو تنده پرې ماته کړي. په ټوله مينه ستاسې ورور
د کنړ ولايت د اسمار درې څو ښکلي انځورونه
ويل کيږي چې دا ونه په اسمار کې سردار محمد داوود خان د خپل رياست په وخت کې کرلې وه.
د افغان کلتوري ټولنو جرګه د لومړۍ غونډې ځينې انځورونه
څه د پاسه دوه نيم کاله وړاندې چې په کابل کې ځينو فرهنګي دوستانو د مورنۍ ژبې د زده کړې کمپاين پيل کړ نو ورسره جوخت دا فکر هم رامنځته شو چې د ټول افغانستان فرهنګي او ادبي ټولنې په يو ه پليټ فارم لاندې راولي.هماغه و چې ( د افغان کلتوري ټولنو جرګه ) په نوم يې يوه ټولنه جوړه کړه او د افغانستان ګوډ ګوډ ته يې سفرونه وکړل. ادبي ټولنې يې دخپل تحريک سره ملې کړې. د هرې ټولنې څخه يې دوه دوه تنه استازي په ګډې جرګې کې واخيستل. دلته د هغو دوستانو نومو