څه د پاسه دوه نيم کاله وړاندې چې په کابل  کې ځينو فرهنګي دوستانو د مورنۍ ژبې د زده کړې کمپاين پيل کړ نو ورسره جوخت دا فکر هم رامنځته شو چې د ټول افغانستان  فرهنګي او ادبي ټولنې په يو ه پليټ فارم  لاندې راولي.
هماغه و چې ( د افغان کلتوري ټولنو جرګه ) په نوم يې يوه ټولنه جوړه کړه او د افغانستان  ګوډ ګوډ ته يې سفرونه وکړل. ادبي ټولنې يې دخپل تحريک سره ملې کړې.  د هرې ټولنې څخه يې دوه دوه تنه استازي په ګډې جرګې کې واخيستل. دلته د هغو دوستانو نومونه ذکر کوم چې په دې موخه يې د هيواد له شماله واخله تر جنوبه او له جنوبه واخله تر ختيځو ولاياتو پورې يې سفرونه کړي دي. که د کومو دوستانو نومونه راڅخه پاتې شول هيله ده چې د تبصرو په خونه کې يې ياران راته ياد کړي.  ولاياتو ته په سفرونو کې استاد محمد اصف صميم، استاد اسدالله غضنفر، اولرحمن رودوال، پيرمحمد کاروان، نورالحبيب نثار، ډاکټر خوشحال روهی، عزت الله شمسزی، جبار څپاند، محبوب الله محبوب  او . . . .

په ټوله مينه
ستاسې خدمتګار عابد

د غونډې ميلمانه د ستيج تر خوا ناست دي

د پارلماني چارو د وزارت مطبوعاتي وياند آصف ننګ

د غونډې د برخه والو يوه څنډه

د غونډې د برخه والو يوه بله څنډه

له کيڼ ارخه انجنير ستانه مير زهير، استاد بريالی باجوړی، نصرت الهام او مجيد عارف