کلی به په مونږ دومره خبر نه
بس خو د جانان په ما نظر نه و

ما به مې له خپله خياله ويستی و
کاش چې دومره ښکلی مې دلبر نه و

ګرم نه دی چې ښکليو په کې واړول
کورته د زړګي چې زما ور نه و

څومره چې مې دی زړه ته نيږدې ګڼه
هومره مې په ځان باندې باور نه و

نرم يې چې ستا د غوښې زړه نه کړ
دا به مې آهونو کې اثر نه و

ما به هم زړګی ورپورې نه تاړه
دا د ښکليوښار که پيښور نه و

سترګې به يې بيا په کوم کوتر سرې وې
مات يې که په باز باندې وزر نه و

٢١ حمل ١٣٨٧
کابل، افغانستان