د جلال اباد ښار شمال ته د بهسودو پل دی چې د ننګرهار څو ولسوالۍ او د کنړونو  ولايت  له جلال اباد له ښار سره نښلوي.

د بهسودو ولسوالۍ د قاسم اباد کلی چې د کابل سيند ورته ښکلا يو په دوه کړې ده.

د جلال اباد ښار جنوب ته د نجم الدين اخونزاده په کلي کې د ((هډې))  موزيم دی، چې د چور او تالان په دور کې ترې ډېر مهم او نايابه آثار و ايستل شول او د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسيدل. همدغه د خاورو غونډې چې ګورئ يو وخت دا د کندهارا تهذيب پلازمينه وه چې د ای خانم نه واخله د پنجاب د ټيکسيلا پورې سيمه يې په انحصار کې وه.

 دا هم  د هډې په کلي کې  نوی جوړ شوی جامع جومات دی چې ملي تجار نجيب زراب په خپل مصرف جوړ کړی.