د ١٣٨٧ کال د غويي په شلمه نيټه د کندوز ولايت په مرکز کې دد پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې له خوا د افغان کلتورې ټولنو جرګې په په نخنيکي مرسته د  ريدي ګل دوديزه مشاعره جوړه کړې وه چې تر ٦٠٠ تنو زياتو شاعرانو، لکيوالو او د ادب مينه والو په کې ګډون کړی وه. د دې مشاعرې وياندويان ګل رحيم  نياز مند او ذبيح الله احساس وو. په مشاعره کې يوه فرهنګپال قومي مشر حاجي عبدالستار اسحاقزي ته د استاد شپون په لاس د سرو زرو هغه مډال ورکړل شو چې د افغان کلتوري ټولنو جرګې له خواتيار شوی و. دلته د مشاعرې څو انځورونه هم  د دې لنډ راپور ضميمه کوم. هيله ده چې ستاسې د خوښۍ وړ وګرځي.
بازمحمد عابد


د مشاعرې د ګډونوالو يو ه څنډه چې په لومړي کتار کې له ښي اړخه  نور محمد سهيم، بازمحمد عابد، استاد اسماعيل يون او استاد شپون ناست دي.

استاد شپون قومي مشر او فرهنګپال عبدالستار اسحاقزي ته د سرو زرو مډال ورکوي.

الحاج محمد حسن حسام د شعر ويلو په حال کې

ذبيح الله احساس د وياندوئ څارې پر مخ بيايي

عابد د شعر ويلو په حال کې

د کندوز ولايت د محلي راډيو ژورنالسته