زما شاعري


غزل / واک

  غزل دا چې مو هر غم  زړه کې ساتلی دی دا خومو صنم  زړه کې ساتلی دی   ای ملګريه  تا به څنګه وباسو موږ خو دښمن هم زړه کې ساتلی دی   ياد دې لکه ګل راباندې ښه لګي موږ ورته شبنم زړه کې ساتلی دی   راشه عشق زمونږ وجودکې وګوره ګران دی دا مو سم زړه کې ساتلی دی   اوس خو د نفرت په اور پياوړي يو اوس مو بېخي کم زړه کې ساتلی دی  

01.01.2012 جاوید واک

غزل / واک

  غزل د يوه زړګي په خاطر ټوله ورځ په دې لاره كې ګلان شيندمه منتظر يم د هغې لاره كې   تاته درتګ هم بلا ګران د ى ګله مه ځورېږه زه به در ځم كه هر څو بلې وي لمبې لاره كې   هغه وعده دې اوس پوره كړه ها دسپينې خولګۍ چې دې په تمه كړم پرون ګرانې همدې لاره كې   نن يې خبرو ته پرېښودى نه يم زړه مې ډك دى نن يې له سره تر اخره كړې ګيلې لاره كې   يوه جينۍ ده خپل مين ته ځي پ

01.01.2012 جاوید واک

غزل / واک

  غزل د ژوند پر دغه اوږده  لاره مې راستي كړې ده خاونده ما له هر انسان سره دوستي كړې ده   جانانه پام كوه،غلط نه شې، يقين ونكړې زما په اړه دا خبره چا چټي كړې ده   نن يې كوم

01.01.2012 جاوید واک

غزل / واک

  غزل د زندګى د دې سودا قيمت به زه وركوم تا به ګټمه ياره دا قيمت به زه وركوم   جانانه خير دى خپه نشې نن څه  نه وايمه ستا د بېګاه شپې د خطا قيمت به زه وركوم   زما زړګى يې كله وړى هېڅ خبر نه يمه عشقه د دې سړي د غلا قيمت به زه وركوم   دلته د ظلم انتها ده، په هر چا نوبت دى يمه مجبوره نن سبا قيمت به زه وركوم   د دې ريښې ريښې ګرېوان پوښتنه مكوه ځه نن

01.01.2012 جاوید واک

غزل / واک

  غزل د زمانې لاسونه زما تر ګرېوانه راغلي يو څو غمونه نوي كورته ميلمانه راغلي   دا ساده حسن غلچكۍ سترګې دا ولې خدايه زما د هيلو كاروانونه ترې ستانه راغلي   دا تصور زما په فكر او په خيال كې نه وو دا ستا له كلي رقيبان څنګه درانه راغلي  

27.12.2011 جاوید واک

غزل / واک

  غزل د ايينې غوندې زړګى لرم ګذار ونكړې ظالمه صبر شه زخمي يمه چې وار ونكړې   هاغه پرون دې چې ويلې سبا خوله دركوم نن يې اوتره خيال كوه ګوره انكار ونكړې   زمونږ باچا هم پښه نيولى ګډې وډې وايي اوس به نو كشر ته څنګ وايو چې ته ډار ونكړې   زه د حالاتو ناكردو نه چاته سر وټكوم يار مې په خوله لاس راته ايښى چې اظهار ونكړې   خير دى دا ځل به دې پرېدم څه به نه وايمه

27.12.2011 جاوید واک

غزل / واک

  غزل  څومره وو نږ

27.12.2011 جاوید واک

غزل / واک

  غزل   څوك ژوند له خدايه غواړي څوك سزا له خدايه غواړي دا خوار مين زارۍكوي بس  تا له خدايه غواړي   همدغه به مې ژوند وي دا ګلاب راځني واخله هغه نه يم چې ټول عمر دنيا له خدايه غواړي   زما همدا ملګري دي زما دلاسو كرښې څوك شپه له خدايه غواړي څوك سبا له خدايه غواړي   يو چا پسې ورك شوى يم يو چا پسې لټېږم څوك زه له

26.12.2011 جاوید واک

یو ملګري ته! زما يوه پخوانۍ غزله

  غزل څوك په ځان وي څوك په څه پورې تړلى همدا ژوند دى زړه وي زړه پورې تړلى اى ملګريه لا هم ډېر درته محتاج يو زموږ پل خو ستا په پله پورې تړلى  

26.12.2011 جاوید واک

زما یوه پخوانۍ غزله / واک

  غزل   ځه خداى به ياد كړو او دابل ځل به يې هم ونيسو دعشق روژې دښه راتلونكي خوږ اختر په خاطر    خير كه سلام دې اخستى نه شم مجبور به يمه كني خو اوسې مې جانانه لكه لمر په خاطر    دا ځوان يې بيا دى غولولى څو ناترسه خلكو سل مسلمان وژني ديو مردار كافر په خاطر    قسم ترې وډار شم موسكى شمه نظر ته ديار چې راته وګوري باڼه مې يې شي لښكر په خاطر &nb

17.12.2011 جاوید واک

غزل / واک

  غزل   جانانه ستا په نوم مې دغه څو كيسې كړې دي زمونږ كورونو كې غربت ډېرې ريښې كړې دي   دا چې زه ګرځم بې اسرې وطن مې لوټې پروت دى ګمان كووم چې مې موركۍ راته ښېرې كړې دي  

17.12.2011 جاوید واک

غزل / واک

  غزل په دور راهۍ كې را ايسار يمه بې لاره يمه څه موده وشوه بيخي ورك يمه بې ياره يمه   دطبعيت د هرې نوې حادثې له وېرې د يوه زړګي په خاطر ډېر زيات ناكراره يمه   څه شوګيره څه لېونتوب او يو څه ستا يادونه دا چې مات مات يمه نن ټول له انتظاره يمه   ښكلې كه اوس دې مينه نه شم پالى خير دى خو په دې وختونو كې ډېر ستړى له روزګاره يمه   اوس دې منم اوس دې ګټمه خير مجبوره ي

17.12.2011 جاوید واک

غزل / واک

  غزل په خپله ګل شې خو دې عمر د ګل نه غواړمه زه دې په مينه كې جانانه څۀ بل نه غواړمه   عشق امتحان دى عشق د ډېرو فلسفودنياګۍ چې وركامياب شم نور نمبرې ترې سل نه غواړمه   همدا مې ژوند دى دا د چا د خاطروكتابچه كوم وخت يې لولمه د دې تسلسل نه غواړمه   دا ژوند همداسې معما دى معما دې وي تل دومره وزګار نه يم د دې راسپړل نه غواړمه   د حقيقت او د مجاز په لاره ورك روان

08.12.2011 جاوید واک

غزل / واک

  غزل   باڼه يې مړاوي د هغې په مخ د خوب څپه ده زه ورته ويښ يمه په ما د لېونتوب څپه ده   زما وجود كې عشق او نرم جذابيت د هغې خداى دې را خير كړي لايې اوس د پېغلتوب څپه ده   چې درته ګورم راته ګورې څه ويلى نشو دا خو راځي دا خو لومړۍ د مينتوب څپه ده   رقيب مې نن ديار تر خوا وليد چې غلى تېر شو خلكه راغلې پرې دا نن د سړيتوب څپه ده   رانه خپه نشئ يارانو

08.12.2011 جاوید واک

غزل / واک

  غزل   اوښكې ځي له سترګو پريشانې دي ستا د بېرته تللو شېبې ورانې  دي   عشقه د مغرورې ځوانۍ دور دى

08.12.2011 جاوید واک

یوه پخوانۍ غزله / واک

  غزل نن بیا لیوني شوي یو د رنګ په ښایستونو بلا اورونه پورې شه د جنګ په ښایستونو    د سوال په نامه لاړ شو او د سترګو نظر مات کړو یو څه به ځان سمبال کړو د ملنګ په ښایستونو   سینې ته به دې ګرانې د اسمان ستوري امېل کړم اورونه لګیدلي د لونګ په ښایستونو   راځه چې زندګي وسېزو ټوله یې ایره کړو یو څو شېبې به خوند واخلو د بنګ په ښایستونو   چې ټیټ یې وی هسک سر نو

05.12.2011 جاوید واک

غزل / جاويد واك

  غزل يوه جينۍ ده يادوي په زوره زوره زلمىجنګ ته بيولى چا له دې كلي په زوره زلمى زمونږه ژوند ټول له همدا شانې بلاوو ډك دىجرم يې مينه وي سپكېږي له هر لوره زلمى اوس يې د يار په څنګل نه دى ايښى سر خواركيدا چې لويدلى دى له هاغه شر او شوره زلمى زړه يې ور مات كړ يوې ج

04.12.2011 جاوید واک

یوه نوې غزل / واک

  غزل نه نفرتونه درنه لاړل او نه مينه شولې اوس دښمني شولې زمونږ ه ترمنځ وينه شولې   موږ خو د عشق په مذهب باندې ايمان درلوده ولې منکر جانانه ته له خپله دينه شولې   چې يارانه وه نو مزې به وې د دواړو نصيب چې تهمت راغی زه پيغور شوم او ته

01.12.2011 جاوید واک

نظم (لوی افغانستان ته) / جاوید واک

نظم (لوى افغانستان ته) ماسره دى يو نظر تاسره دى يو نظر ځه چې دواړه لاس په كار شو سره يو كړو لر او بر

30.11.2011 جاوید واک

یوه نوې غزل / جاوید واک

غزل   که زه تياره وم د خپل ځان په دايره کې به يم که رڼايي شوم د جهان په دايره کې به يم   وخته بلا دې واخلم نور مې زندګۍ ته پرېده يو خوار پښتون يم د دوران په دايره کې به يم  

29.11.2011 جاوید واک

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more