غزل

د زندګى د دې سودا قيمت به زه وركوم

تا به ګټمه ياره دا قيمت به زه وركوم

 

جانانه خير دى خپه نشې نن څه  نه وايمه

ستا د بېګاه شپې د خطا قيمت به زه وركوم

 

زما زړګى يې كله وړى هېڅ خبر نه يمه

عشقه د دې سړي د غلا قيمت به زه وركوم

 

دلته د ظلم انتها ده، په هر چا نوبت دى

يمه مجبوره نن سبا قيمت به زه وركوم

 

د دې ريښې ريښې ګرېوان پوښتنه مكوه ځه

نن راته وكړه لږ مسكا قيمت به زه وركوم

 

چې د زړه واك مې در سپاره نو دا وعده وه زما

د عشق د هرې ناسزا قيمت به زه وركوم

 

شنبه، د اګست او روژې ۲۷ مه

 د سهار څلور بجې