غزل

د ژوند پر دغه اوږده  لاره مې راستي كړې ده

خاونده ما له هر انسان سره دوستي كړې ده

 

جانانه پام كوه،غلط نه شې، يقين ونكړې

زما په اړه دا خبره چا چټي كړې ده

 

نن يې كوم، نه يې پرېدم، نن مې قسم كړى دى

دا فيصله مې د زړه سره سم دستي كړې ده

 

د زمانې هم ګردشونه دي چې ځي او راځي

ما همېشه ستا د يادو څوكيداري كړې ده

 

د يو ملنګ د يو غريب سړي ازار ورپسې

چې زموږ مشرتل د نورو غلامي كړې ده

 

نور دې شړم، نور دې رټم، نوره مې نه يې پكار

د هجر شپې ما د وصال انډيوالي كړې ده

 

عجيبه وخت دى عجيبه واك او اختيا ر دى زموږ

سيمه زموږ خو په كې نورو باداري كړې ده

 

د غبرګولي د مياشتې ۱۳ مه نېټه ۱۳۹۰ كال

مزارشريف _  مومند بابا بهير

د شپې ۱۰ بجې او ۳۵ دقيقې