غزل

د يوه زړګي په خاطر ټوله ورځ په دې لاره كې

ګلان شيندمه منتظر يم د هغې لاره كې

 

تاته درتګ هم بلا ګران د ى ګله مه ځورېږه

زه به در ځم كه هر څو بلې وي لمبې لاره كې

 

هغه وعده دې اوس پوره كړه ها دسپينې خولګۍ

چې دې په تمه كړم پرون ګرانې همدې لاره كې

 

نن يې خبرو ته پرېښودى نه يم زړه مې ډك دى

نن يې له سره تر اخره كړې ګيلې لاره كې

 

يوه جينۍ ده خپل مين ته ځي په نېغو سترګو

څه لېونۍ ده چې شلوي ټولې پردې لاره كې

 

ښكلې څېره وه، ښۀ خوږه وه خو ارمان دا چې

سهې مې نكړه مخامخ مې شوه د شپې لاره كې

 

كه چا د خپل زړه واك در وسپاره د مينې په نوم

بيا به نو ته هم خپل زړګى ورته شيندې لاره كې

 

واك

جمعه، شپې ۱۱ نيمې بجې، د لړم ۲۰مه ۹۰ كال

د خوځښت دفتر