غزل

په دور راهۍ كې را ايسار يمه بې لاره يمه

څه موده وشوه بيخي ورك يمه بې ياره يمه

 

دطبعيت د هرې نوې حادثې له وېرې

د يوه زړګي په خاطر ډېر زيات ناكراره يمه

 

څه شوګيره څه لېونتوب او يو څه ستا يادونه

دا چې مات مات يمه نن ټول له انتظاره يمه

 

ښكلې كه اوس دې مينه نه شم پالى خير دى خو

په دې وختونو كې ډېر ستړى له روزګاره يمه

 

اوس دې منم اوس دې ګټمه خير مجبوره يمه

اوس د دې عشق له لاسه څه وكړم ناچاره يمه

 

نور يم مايوسه نور د زړه واك درته نه دركوم

نور به ډېر لرې ستا له كلي ستا له ښاره يمه

 

سه شنبه د ميزان د مياشتې ۲۶مه نېټه

۱۳۹۰ كال، د خوځښت دفتر