غزل

 

جانانه ستا په نوم مې دغه څو كيسې كړې دي

زمونږ كورونو كې غربت ډېرې ريښې كړې دي

 

دا چې زه ګرځم بې اسرې وطن مې لوټې پروت دى

ګمان كووم چې مې موركۍ راته ښېرې كړې دي

 

ولې غصه يې ولې نه كوې خبر جانانه

ملامت نه يم لا مې تاته څو ګيلې كړې دي

 

د وخت وحشي ښامار مو خپله دايره كې ساتي

بياكوم ظالم ورته زموږ تېرې كيسې كړې دي

 

د يارانې خبرې پټې ساته پام پرې كوه

دلته رسمونو رواجونو بيا پښې كړې دي

 

زمونږه واك زمونږ اختيار كه په خطره كې نه وي

بيا نو ته ووايه چې كله مو جګړې كړې دي

 

سه شنبه د  وري د مياشتې نهمه نېټه ۱۳۹۰ كال

مزارشريف_ ټولګى _ درېيم درسي ساعت