غزل
څومره وو نږدې دا څومره لرې شوو
خلك وو راپسې دا څومره لرې شوو
راكه يو څه خوب راكه مجبور يمه
تكې تورې شپې دا څومره لرې شوو
زه به په خپل غم كې را ايسار يمه
ته كوه مزې دا څومره لرې شوو
اوس مو هغه خيال او هغه خوند نشته
ګرځو بې اسرې دا څومره لرې شوو
دواړه په يو بل كې څومره نغښتي وو
جوړې شوې كيسې دا څومره لرې شوو
جبر به دې ټول عمر كې ياد ساتم
تا كې زمانې دا څومره لرې شوو
لا مې يوه په سترګو كې ويلې و ه
پاتې وې ګيلې دا څومره لرې شوو
واكه ياره زړه دې بېرته واخله هه!
نشته حوصلې دا څومره لرې شوو
شنبه،ماښام ۶ بجې
۷/۸/۱۳۹۰
د خوځښت دفتر