غزل

 

څوك ژوند له خدايه غواړي څوك سزا له خدايه غواړي

دا خوار مين زارۍكوي بس  تا له خدايه غواړي

 

همدغه به مې ژوند وي دا ګلاب راځني واخله

هغه نه يم چې ټول عمر دنيا له خدايه غواړي

 

زما همدا ملګري دي زما دلاسو كرښې

څوك شپه له خدايه غواړي څوك سبا له خدايه غواړي

 

يو چا پسې ورك شوى يم يو چا پسې لټېږم

څوك زه له خدايه غواړمه څوك ما له خدايه غواړي

 

بچيه خداى دې موړ كړه خداى دې لوى كړه خداى دې مل شه

سپين سرې مور مې ناسته دا دعا له خدايه غواړي

 

دزړه واك به مې ورکړی دی د زړه واک يې راکړي

په مينه كې همېش راته دعا له خدايه غواړي

 

يكشنبه، شپه ۸ بجې

د ميزان لسمه،۹۰ كال

د خوځښت دفتر