غزل


نه نفرتونه درنه لاړل او نه مينه شولې

اوس دښمني شولې زمونږ ه ترمنځ وينه شولې

 

موږ خو د عشق په مذهب باندې ايمان درلوده

ولې منکر جانانه ته له خپله دينه شولې

 

چې يارانه وه نو مزې به وې د دواړو نصيب

چې تهمت راغی زه پيغور شوم او ته سپينه شولې

 

زړه لکه موم وې چې په مازې خبر ډېر ځورېدې

اوس ولې کلک شوې سم پارچه شوې ډبرينه شولې

 

د هجر دور کې دې ياد د اور په څېر سېځلم

د وصل دور کې سړه شولې واورينه شولې

 

واکه د ژوند يوه  کيسه وې خو ترخه ښکارېدې

اوس دې چې لولو نوله شاتو نه شېرينه شولې

                                واک 

 

چهارشنبه، د شپې دوه بجې

ليندۍ ۹مه نېټه

خوځښت دفتر