غزل
که زه تياره وم د خپل ځان په دايره کې به يم
که رڼايي شوم د جهان په دايره کې به يم
وخته بلا دې واخلم نور مې زندګۍ ته پرېده
يو خوار پښتون يم د دوران په دايره کې به يم
يو څوک دي زما لپاره لاس پورته کوي دعا ته
همېش د دغه لوی احسان په دايره کې به يم
که ستا د مينې دغه لوړ مقام ته ورسېدم
سم لکه ستوری د اسمان په دايره کې به يم
زما وژلو ته د چا په فتوا راغلې ځوانه
د خدای بنده يم د ايمان په دايره کې به يم
کله که راغلې نو ګلونه به دې لار کې شيندم
که رانه لاړې د ارمان په دايره کې به يم
که چېرته ښه شوم پرښتې به مې سلام ته راځي
که چېرته بد شوم د شيطان په دايره کې به يم
واک مې درکړی چې هر څه غواړې هغه به کوم
دا ستا د حسن لامکان په د ايره کې به يم
۸/۹/۱۳۹۰
مزارشريف