غزل
ځه خداى به ياد كړو او دابل ځل به يې هم ونيسو
دعشق روژې دښه راتلونكي خوږ اختر په خاطر
خير كه سلام دې اخستى نه شم مجبور به يمه
كني خو اوسې مې جانانه لكه لمر په خاطر
دا ځوان يې بيا دى غولولى څو ناترسه خلكو
سل مسلمان وژني ديو مردار كافر په خاطر
قسم ترې وډار شم موسكى شمه نظر ته ديار
چې راته وګوري باڼه مې يې شي لښكر په خاطر
كه زړه دې نه وي ګرانې بيا په خپله لاره ځمه
دمېنې كار كې رامعلومه شوې اوتر په خاطر
زه اوته يو، يو خوداخلك لږ غلط پوى شوي
ګرانې ستا لرخاطر كې اوسي زما بر په خاطر
كه غواړې څلى شې دشعر نو رياضت به كوې
ټول زړه به خورې بس ديوه ټكي هنر په خاطر
مزار ښار _____دپرخې او پسرلي مجلو دفتر
شپه ______ ۱۲_۱۰_۱۳۸۸