ليكوال:ګلن ګريند والد/ ژباړه: جاويد واك

منبع او د خپرولو نېټه: انفارميشن کليرينگ هوس 31-5-2011

 

د افغانستان ملي حاكميت؟AFGHANISTA (SOVEREIGNTY )

په افغانستان كې د ناټولخوا په وحشيانه ډول د ملكي وګړو بې كچې وژنې د دې لامل شوي، چې جهمور رييس كرزي له نړيوالو ځواكونو څخه په كلكه او ژر تر ژره د عملياتو د بندېدو غوښتنه وكړه. دغه مطلب تر ډېره ځايه لاس انجلس ټايم په هماغه ډول چې جمهور رييس وينا كړې را اخيستى دى.

 

((دا بايد د افغانانو پر كورونو باندې د ناټو وروستۍ حمله وي، دا د جمهور رييس د وينا يوه برخه ده چې په كابل كې يې په يو مطبوعاتي كنفرانس كې واوروله. نوموړي زياته كړه موږ به نور دا ډول هوايي حملو ته په هېڅ ډول اجازه ورنكړو)).

له ناټو څخه د ولسمشر كرزي دا ډول غوښتنې اكثرا سمبوليكې بڼې لري. دغه خبره په افغانستان كې د نظامي ځواكونو يوه غربي مسوول چې خپل نوم يې نه دى په ډاګه كړى، كړې ده.

نوموړى وايي، چې د هغو تعهداتو پر بنسټ چې هره مياشت يې له افغاني مسوولو مقاماتو سره لري. تل مشوره كوي او هر كار ته د افغانانو په مشوره تصميم نيسي.

هغه په ځانګړي ډول يادونه وكړه، چې جمهور رييس په دې حساسو شېبو كې نه كوم ځانګړى تصميم نيولى شي او نه يې هم د خپل صلاحيت له مخې د ناټو د هوايي عمليات مخنيوى كړى دى.

ځكه چې موږ په افغانستان او په دغه هيواد كې مېشتو خلكو ته د ازادۍ او دموكراسۍ راوستو په موخه راغلي يوو او جمهور رييس دا صلاحيت نه لري، چې موږ د افغانانو پر كورونو له عملياتو او بمباريو څخه منع كړي.

د هغه حكم او خبرې سمبوليكه بڼه لري او كرزى دا ډول اظهارات نه يوازې دا چې دخپل ځان لپاره كوي، بلكې هغه د افغانستان د خلكو له سخت فشار لاندې دى. 

 

 

 بله دا چې موږ دلته د خلكو د ازادۍ لپاره راغلي يوو، خو د يو چا له لوري په مرموز ډول د خلكو د غوسې ښكار ګرځو. د بهرنيانو په لاس د افغانانو وژنې پر سر جمهور رييس كرزي څرګندونو د دغو ځواكونو پر وړاندې د افغانانو كينه او غوسه لا زياته كړې ده.

د دې تر څنګ چې موږ د افغانانو د ژغورنې لپاره پر يوې سختې جګړې لګيا يوو، بيا هم د افغانستان خلك له موږ څخه ناراضه دي او هغه كارونه چې موږ يې په سختيو ترسره كوو، دوى پرې ناخوښ دي.

په يوې ټولپوښتنې كې چې د نړيوالې ټولنې لخوا له افغانانو څخه د امنيت او بيارغونې په اړه په همدې مياشت كې ترسره شوې، ښيي چې په لوړه كچه افغانان د ناټو له عملياتو څخه ناراضه دي او له هغوى سره خپل مخالفت څرګندوي.

دغه سروې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په جنوب كې ترسره شوې، هغه ځاى كې چې جګړه پر خپل ټول شدت پر مخ روانه ده او موږ په دې لټه كې يوو، چې څنګه خلك د طالبانو له ظلم او ستم څخه وژغورو.

په ټولپوښتنه كې د افغانستان د شمال د خلكو نظريات هم را اخيستل شوي دي.دا چې طالبان د دوى پر وړاندې دومره محبوبيت نلري (15%) افغانان د ناټو عملياتو ته خوشبين دي. په داسې حال كې چې د جنوب غوڅ اكثريت اوسېدونكي د ناټو د عملياتو مخالفين دي، په هر صورت كه د افغانستان د ټولو خلكو نظريات په پام كې ونيسو نو له هرو (10) كسانو څخه(8) افغانان د ناټو له عملياتو څخه ناراضه دي.  

په دې صورت كې نو د جمهور رييس كرزي تصميم د ناټو د عملياتو د ودرولو لپاره په بشپړ ډول بې بنياده دى(هغه څه چې موږ يې غواړو بر عكس كار كوي).

بايد يادونه وكړو چې په دې اړه د افغانستان د خلكو  اذهان هم بې اساسه او بې ربطه دي. موږ په دې هيواد كې د ازادۍ او دموكراسۍ د پلي كولو لپاره راغلي يو، نو زموږ په نظرپه دې مسله كې  د دغه هيواد د انتخابي رهبرۍ نظريات قطعا سمبوليك دي. او بايد يادونه وكړم چې موږ دلته د خپل ځان لپاره هم جنګېږو(كه چېرې هغوى په دې اړه نه پوهېږي).

هغه ستر او اوږد جنګ چې يوه لسيزه يې په افغانستان كې دوام وكړ او لاهم روان دى امريكا په تاريخ كې له داسې مجملې جګړې سره نه وه مخ شوې.

پاى