غزل
دا چې مو هر غم زړه کې ساتلی دی
دا خومو صنم زړه کې ساتلی دی
ای ملګريه تا به څنګه وباسو
موږ خو دښمن هم زړه کې ساتلی دی
ياد دې لکه ګل راباندې ښه لګي
موږ ورته شبنم زړه کې ساتلی دی
راشه عشق زمونږ وجودکې وګوره
ګران دی دا مو سم زړه کې ساتلی دی
اوس خو د نفرت په اور پياوړي يو
اوس مو بېخي کم زړه کې ساتلی دی
ګوره ښايستوکې نور يې نه غواړو
درد مو يو عالم زړه کې ساتلی دی
واکه ياره څومره دې شوګير کړی
بيا دې څوک د چم زړه کې ساتلی دی
جمعه د ميٍزان ۲۹مه
خوځښت دفتر، ورځ ۱۲ بجې
01.01.2012
- جاوید واک
افغانستان د غازِي امان الله خان په دوره کې ۸ مه برخه
( مذهبي او ټولنيز غبرګونونه )
لومړى څپركى / ليكواله/ (Drs, Senzil Nawid) / ژباړه: جاويد واك
د افغان _ انګرېز لومړۍ جګړه(1838 _ 1842م )...
03.02.2012
- جاوید واک
د كره كتونكي كومه خبره ومنو؟
ليكوال: محب الله زغم
ښاغلي اېمل پسرلي د ګران بريالي جلالزي په دې کیسې باندې نقد کړی و:
د خداى په نامهپر ترازو يې پيسې وهلې._ دسلاف، دسلاف، دسلافبوډۍ ښځه دوكان ته راننوته. د زېړې چادري له سوريو يې د كميس ګلان ښكارېدل. دوكاندار ته يې لاس اوږد كړ._ خيرااااات.سړي په خپلې سپينې ږيرې لاس تېر كړ._ دعا وكړه.صدقه رد بلا ده. خير راكه، د خداى په...