د كره كتونكي كومه خبره ومنو؟

ليكوال: محب الله زغم

 

ښاغلي اېمل پسرلي د ګران بريالي جلالزي په دې کیسې باندې نقد کړی و:

د خداى په نامه
پر ترازو يې پيسې وهلې.
_ دسلاف، دسلاف، دسلاف
بوډۍ ښځه دوكان ته راننوته. د زېړې چادري له سوريو يې د كميس ګلان ښكارېدل. دوكاندار ته يې لاس اوږد كړ.
_ خيرااااات.
سړي په خپلې سپينې ږيرې لاس تېر كړ.
_ دعا وكړه.
صدقه رد بلا ده. خير راكه، د خداى په نامه.
_ توړۍ دعا وكه، دسلاف مې نه دى كړى.
_ د يوې ډوډۍ پيسې خو راكه، بچيان مې وږي دي، خدايکه يې له سهاره راهيسي سپيره ګوله تر ستوني تېره کړې وي. ....
غريو ونيوله. بوډا له ځان سره وبنګېد. د ترازو بېخ ته پرتې وسپنيزې پيسې يې په ګوته هاخوا دې خوا كړې. يوه افغانۍ يې په كې ومونده، ښځې ته يې كړه:
_ واخله، دعا وكه. چې بيا رانسې. 
څو دقيقې وروسته بله ښځه دوكان ته راننوته. چادري غوندې يې شنې پنجابي جامې اغوستې وې.
_ خيرات.
سپين مړوند يې د بوډا پر وجود لړزه خوره كړه. د ترازو خوا ته يې لاس اوږد كړ، چې پيسې راواخلي. لاس يې له ترازو ولګېده.
كرنگگگگگگ.
ژر يې ښځې ته وكاته. لاس يې لا هماغسې اوږد نيولى و. يوه شېبه يې ورته وكتل. پنځه ګون يې بېرته په دخل کې واچاوه. پنځوسى يې راواخست. ښځې ته يې ونيو، هغې لاس ور وغځاوه، بوډا د هغې سپينې ګوتې ټينګې کړې او موسک شو.

¯¯¯

اېمل پسرلي لیکلي وو:

دلته دوکاندار سپين ږيرى دى. کيسه په شنه سهار پېښه شوې ده. " دسلاف" اصطلاح د لومړني پېرونکي لپاره کاريږي نو بايد دوکان نوى پرانيستل شوى وي. وخت ځکه مهم دى چې د انسان پر حرکت او عمل اغيز پرېباسي. غرمه مهال کوڅې تشې وي، دوکاندار يوازې وي، ښايي زړه ته يې شيطان لار وکړي خو په شنه سهار چې لا سړى پوره وېښ نه دى، بيا له يوه سپين ږيري، ايا دغه عمل داستاني منطق ايجابوي؟ که چيرې دوکاندار ځوان واى عيب به يې څه واى؟ ايا دغه دوکاندار يوه شېبه کنجوس او بله شېبه ډير سخي شوى نه دى؟ تر پنځوسو افغانيو د پنځو افغانيو ورکړه غوره نه وه؟ په دواړو حالاتو کې به لوستونکى پوه و چې په سپين رنگې ښځې دوکاندار ډير لوريدلى دى، خو د پنځوسو افغانيو ورکړه مبالغه ده، هغه هم داسې مبالغه چې کيسې ته گټه نه لري يا پر کيسې څه نه ورزياتوي.


د کيسې نوم" د خداى په نامه" ښايي هغه وخت لا ډير پر ځاى واى چې دوکاندار خداى ته نژدې راښکاره شوى واى. مثلآ د دوکان له راډيو يا ټيپه يې د قران شريف تلاوت اوريدلى. دا کار عقل هم مانه، د افغانستان ډير دوکانداران سهار همداسې کوي. د دوکاندار عمر هم له دغه کار سره اړخ لگاوه. 
¯¯¯

بریالي جلالزي کیسه له سره داسې ولیکله:

د خداى په نامه

پر ترازو يې پيسې وهلې.

_ دسلاف، دسلاف، دسلاف

بوډۍ ښځه دوكان ته راننوته. چادرۍ ته يې يو د ډوډۍ پينه نه وه وركړي. دوكاندار ته يې لاس اوږد كړ.

_ خيرااااات.

سړي په خپلې سپينې ږيرې لاس تېر كړ.

_ دعا وكړه.

صدقه رد بلا. خير راكه، د خداى په نامه.

_ توړۍ دعا وكه، دسلاف مې نه دى كړى.

_ د يوې ډوډۍ پيسې خو راكه، بچيان مې وږي دي، خدايکه يې له سهاره راهيسي  سپيره ګوله تر ستوني تېره کړې وي. ....

غريو ونيوله. بوډا له ځان سره وبنګېد. د ترازو بېخ ته پرتې وسپنيزې پيسې يې په ګوته هاخوا دې خوا كړې. يوه افغانۍ يې پكې ومونده، ښځې ته يې كړه:

_ واخله، دعا وكه. چې بيا رانسې.  

څو دقيقې وروسته بله ښځه دوكان ته راننوته. چادري غوندې يې شنې پنجابي جامې اغوستې وې.

د خريدار ګمان يې پرې وكړ. د تلاوت غږ يې ورو كړ. ښځې لاس اوږد كړ.

_ خيرات.

سپين مړوند يې د بوډا پر وجود لړزه خوره كړه. وارخطا شو. د ترازو خوا ته يې لاس اوږد كړ، چې پيسې راواخلي. لاس يې له ترازو سره ولګېده.

كړنگگگگگگ.

 

ژر يې ښځې ته وكاته. لاس يې لا هماغسې اوږد نيولى و. يوه شېبه يې ورته وكتل. پنځه ګون يې بېرته په دخل کې واچاوه. شلګون يې راواخيست. ښځې ته يې ونيو، هغې لاس ور وغځاوه، بوډا د هغې سپينې ګوتې ټينګې کړې او موسک شو.

اوس راځئ دا وګورو چې بریالي د اېمل پسرلي کومې خبرې منلې او کومې یې نه دي منلې.

وخت: اېمل پسرلی وايي چې سهار سړی سم ويښ نه وي، شيطان ورته لنډ نه وي خو غرمه کوڅې تشې وي، شیطان سړی ګناه ته لمسوي. د ده په باور باید په داسې کیسو کې غرمه غوره شي خو بریالي هماغه سهار ټینګ کړی. فکر کوم چې اېمل پسرلی ماشومتوب او نوي زلمیتوب په پېښور کې تېر کړی، هلته ګرمي ډېره وي، غرمه د ګرمۍ په وجه خلک کورونو ته پناه وړي، په کوڅو او بازارونو کې خلوت وي خو افغانستان داسې نه دی، دلته معمولاً سهار وختي دوکانونو ته خال خال مشتریان ورځي خو څومره چې ورځ تېرېږي هماغومره ګڼه ګوڼه زیاتېږي. مخصوصاً د کابل بازارونه ان ماښام هم داسې خلوت نه وي لکه څنګه چې سهار وختي کې وي. له بلې خوا په کیسه کې موسم نه دی یاد شوی، په مني او ژمي کې خو غرمه چې هوا ګرمه شي بازارانو ډکېږي. ممکن بريالي جلالزي په همدې دلیلونو د کره کتونکي دا نظر نه وي منلی.

د کرکټر عمر: اېمل پسرلی وايي که په کیسه کې د سپین ږيري پر ځای ځوان دوکاندار وای نو عیب به یې څه و؟ موږ له ځوانه د ډېرې تقوا توقع نه لرو خو له سپین ږيري یې لرو. که ځوان عیاشي وکړي هغومره بد نه برېښي لکه څومره چې بوډا ورسره بد ښکارېږي.

سخاوت او کنجوسي: پنځوسی که شلګون؟ اېمل پسرلی نیوکه کوي چې کرکټر ولې یو ځل کنجوس او بل ځل سخي ښودل شوی، ولې دوکاندار ځوانې سوالګرې ته د پنځوسي پر ځای پنځه ګون نه ورکوي؟ بریالي جلالزي لکه دوکاندار چې په بیه کې چنه وهي او بیا د خپلې او د مشتري د ویلو بیو اوسط ته غاړه ږدي، نه خپل پنځوس ټینګوي او نه د اېمل پسرلي پنځه مني، ده شلګون غوره ګڼلی دی. زما په نظر د پنځو او پنځوسو تر منځ لس وارې توپیر شته. دوکاندار پنځه ګون بېرته په دخل کې اچوي او پنځوسی راباسي. لس، سل او زر پوره اعداد دي، مټریک سیستم پر همدغو اعدادو تکیه کوي او خولې ته هم اسانه راځي. موږ وایو سل وارې مې درته وویل. موږ له دغو عددونو سره عادت شوي یو ځکه خو لس ګنه، سل ګنه او زر ګنه زیات هم راته ښه برېښي. که زه د جلالزي پر ځای وای نو پنځوسی به مې په شلګون نه بدلاوه. د یوې او پنځه افغانیو تر منځ توپیر دومره زیات نه دی چې د دوکاندار عیاشي ورباندې جوت ښکاره شي.

په دوکان کې د تلاوت غږ: اېمل پسرلي ویلي که چېرې له دوکانه د تلاوت غږ راشي نو د دوکاندار دغه بې باکي له دیندارۍ سره د تضاد په خاطر لا جوتېږي. بريالي دغه وړاندېز منلی او په ښه توګه یې په کیسه کې راوړی دی. څنګه چې تور داغ په سپین ټوکر کې ډېر واضح ښکارېږي هماغسې بد کارونه هم په داسې ماحول کې چې مقدس شیان په کې وي، لا جوت معلومېږي.

بریالی جلالزی خورا ځوان کیسه لیکوال او اېمل پسرلی لوی لیکوال او نقاد دی خو بیا هم بریالي د پسرلي ټولې نیوکې نه دي منلې.

نو پوښتنه پیدا کېږي چې د کره کتونکي کومه خبره ومنو؟

زه داسې لیکوال پېژنم چې په افغان ادبي بهیر کې يې کیسې کره کتنې ته وړاندې کړې دي، هلته د استاد اسدالله غضنفر په شمول ډېرو کره کتونکو مشورې ورکړې دي خو دوی بیا خپلې کیسې په هماغه لومړنۍ بڼه چاپ کړې دي. که سړی په خپل اثر باندې ډاډه وي چې هر څه یې سم دي نو ولې به یې کره کتنې ته وړاندې کوي؟ د کره کتونکو ټولې خبرې یو مخ بابېزې ګڼل هغوی ته سپکاوی دی.

خو که سړی د کره کتونکو ټولې خبرې ومني، د دوی په وینا د خپل اثر نقشه بیخي واړوي نو ښکاري چې له ځانه هېڅ فکر او رایه نه لري. لیکوال باید د خپلې لیکنې لپاره کافي دلایل ولري او که د ده یو نیم دلیل سم نه وي نو د اثر هماغه ځای دې د نقاد په وینا بدل کاندي. ښاغلي بریالي جلالزي همدغسې کړي دي او په دې خاطر یو ځل بیا زما خوښ شو.

دا سمه ده چې هېڅ اثر تر نقد پورته نه دی خو دا هم سمه ده چې هر کره کتونکی انسان دی او انسان له خطا خالي نه وي، د کره کتونکي نظر د یوه انسان نظر دی او حتمي نه ده چې سم اوسي.