غزل

په خپله ګل شې خو دې عمر د ګل نه غواړمه

زه دې په مينه كې جانانه څۀ بل نه غواړمه

 

عشق امتحان دى عشق د ډېرو فلسفودنياګۍ

چې وركامياب شم نور نمبرې ترې سل نه غواړمه

 

همدا مې ژوند دى دا د چا د خاطروكتابچه

كوم وخت يې لولمه د دې تسلسل نه غواړمه

 

دا ژوند همداسې معما دى معما دې وي تل

دومره وزګار نه يم د دې راسپړل نه غواړمه

 

د حقيقت او د مجاز په لاره ورك روان يم

خپله مې پرېدئ په دې لاره كې مل نه غواړمه

شپه ۱۰ نيمې بجې

د ميزان ۱۲مه نېټه

۹۰ كال

خوځښت دفتر