غزل
د ايينې غوندې زړګى لرم ګذار ونكړې
ظالمه صبر شه زخمي يمه چې وار ونكړې
هاغه پرون دې چې ويلې سبا خوله دركوم
نن يې اوتره خيال كوه ګوره انكار ونكړې
زمونږ باچا هم پښه نيولى ګډې وډې وايي
اوس به نو كشر ته څنګ وايو چې ته ډار ونكړې
زه د حالاتو ناكردو نه چاته سر وټكوم
يار مې په خوله لاس راته ايښى چې اظهار ونكړې
خير دى دا ځل به دې پرېدم څه به نه وايمه
خو ګوره خيال كوه چې بل ځل داسې كار ونكړې