غزل
د زمانې لاسونه زما تر ګرېوانه راغلي
يو څو غمونه نوي كورته ميلمانه راغلي
دا ساده حسن غلچكۍ سترګې دا ولې خدايه
زما د هيلو كاروانونه ترې ستانه راغلي
دا تصور زما په فكر او په خيال كې نه وو
دا ستا له كلي رقيبان څنګه درانه راغلي
څه يې را ياد كړل په دې نيمه شپه كې زمونږ زړګي ته
د چا يادونه په چل ول او په بانه راغلي
ستا د ښايست په پاچاهۍ به څنګه واك پيدا كړم
دا مقامونه كه راغلي نظرانه راغلي
27.12.2011
- جاوید واک
غزل
د ايينې غوندې زړګى لرم ګذار ونكړې
ظالمه صبر شه زخمي يمه چې وار ونكړې
هاغه پرون دې چې ويلې سبا خوله دركوم
نن يې اوتره خيال كوه ګوره انكار ونكړې
زمونږ باچا هم پښه نيولى ګډې وډې وايي
اوس به نو كشر ته څنګ وايو چې ته ډار ونكړې
زه د حالاتو ناكردو نه چاته سر وټكوم
يار مې په خوله لاس راته ايښى چې اظهار ونكړې
خير دى دا ځل به دې پرېدم څه به نه وايمه...
01.01.2012
- جاوید واک
ليک : جاويد واک
د پسرلي مجلې د شپږم کال درېيمه - څلورمه او پر له پسې ۲۵ او ۲۶مه ګڼه له چاپه راووته.
په دغه ګڼه کې د نورو ليکنو او شننو تر څنګ تر ډېره په افغانستان کې د پاکستان او ايران پر لاسوهنو ليکنې خپرې شوي دي.
د دغې ګڼې پر لومړۍ پښتۍ د افغان تاريخ پوه غلام محمد زرملوال تصوير او پر وروستۍ پښتۍ يې د لوی افغانتسان د...