غزل

 

اوښكې ځي له سترګو پريشانې دي

ستا د بېرته تللو شېبې ورانې  دي

 

عشقه د مغرورې ځوانۍ دور دى

دلته د پښتو خبرې ګرانې  دي

 

ستا د حسن موږ باندې قحطي ده خو

نورو ته بيا دا کيسې ارزانې دي

 

نه غواړم نور هېڅ هم درنه نه غواړم

ستا وړې خبرې راته ګرانې دي

 

څنګه دې نو ووژنم انسان يمه

زړه کې مې جذبې لا مسلمانې دي

 

واک لرو په ژوند چې څنګه يې مخته وړو

بس کړه! ستا ناولې ويناګانې دي