په افغانستان كې د ايران سياسي لوبې
د افغان جګړې د سياسي شتمنيو د تر لاسه كولو هڅې
وروستۍ برخه:
ليكوال: ع. روستار تركى / ژباړن: جاويد واك
(( يادونه: دا ليكنه د پسرلي مجلې په ۲۳ مه ګڼه كې هم چاپ شوې ده. ))
درې اړخيز کنفرانس:
د ايران اسلامي انقلاب لخوا د افغان مهاجرينو تهديد او وېرونه دوه ستر لاملونه لري،چې ايرانيانو نه غوښتل افغانان دې هلته پاتې شي:
لومړى دا چې مهاجرو افغانانو د ايران په اقتصادي ركود كې مهمه ونډه درلوده، هغه هم په هغو كلونو كې، چې ايران دعراق پر وړاندې د يوې سترې جګړې په درشل كې وو، او د اقتصاد اصلي ماهيت يې همالته له لاسه وركړى وو.
د ايراني چارواكولخوا په زوره د افغان مهاجرينو راستنول، او ورسره د هغو قومي او مذهبي كسانو رالېږل، چې په ايران كې د مېشتوافغاني سياسي ډلو قوت الظهر بلل كېدې.نوموړي ايراني لاسپوڅي د افغان مهاجرينو سره يوځاى افغانستان ته راغلل، او دغلته د يو مناسب حكومت د نشتون له خلا څخه په گټه اخستو يې د ايران په اشارو كارونه كول.
په ۱۹۸۰ او ۱۹۸۹كلونو كې له افغان مهاجرو سره د ايراني مقاماتو ناوړه چلند په ايران كې د دوى د دايمي شتون مفكورې له منځه ويوړې. له همدې امله افغانانو په يو ډول نه يوډول غوښتل ځان له دغه هيواده راوباسي.
په دې ډله كې داسې كسان هم موجود و، چې دايراني اسلامي انقلاب پالونيكي ول.
هغوى د يو منظم پلان له مخې د افغانستان مركزي سيمو ته، چې ډېرى پكې هزاره ګان اوسېدل راغلل او هلته مېشت شول.
په افغاني ډلو كې د ايراني لاسپوڅو شتون،د افغانستان كړكېچ لا هم سيوا كړى و.
د فرانسوي ليكوال (doronosorro) په وينا(اخبار افغانستان، پاريس چاپ، ۱۹۹۱ كال) ايران د خپلو منافعو د ساتنې په موخه ځينې كړۍ جوړې كړې وې، چې (انقلاب پاسداران) يې يوه مهمه ډله ده.
په ۱۹۸۱ كال كې دوه و ايراني چارواكو جعفرزاده او هاشمي، چې په نړۍ كې د(خط امام) د پلويانو د حقوقو د ساتنې په برخه كې يې كار كاوه افغانستان ته راغلل او ډېرى يې په هزاره جاتو سيمو كې فعاليت كاوه.
په ۱۹۸۱ او ۱۹۸۴ يمو كلونو كې د افغاني شيعه و ډلو تر مينځ اختلاف ان تر دې ډېر شو، چې يو د بل په وژلو يې هم باك نه كاوه.
شيعه مجاهدينو خپلې دغه كړنې، چې ايران ترې په تشويش و، يو دبل پر وړاندې د خپلواكى اخستو په نيت تر سره كولې.
په دې وخت كې ايراني چارواكو د شيعه ګانو تر منځ د اختلاف د مخنيوي لپاه له دوو لارو كار واخيست
يو- ايراني مقاماتو په ۱۹۸۷ كال كې د خپلو ګټو په خاطر د (شوراى ائتلاف اسلامي افغانستان ) يعني(ائتلاف هشتګانه) په نوم يوه شورا جوړه كړه.
د دې شورا مركز په تهران كې و، د شورا غړو په ځينو مواردو كې يو له بل سره اختلاف درلود، خو د امام خميني تر چتر لاندې كار كول ټولو ته د منلو وړ وو.
د ۱۹۸۸ كال په فبرورۍ مياشت كې له افغانستانه د روسانو وتلو ايرانيانو ته په دغه هيواد كې د لاسوهنو زمينه برابره كړه.
د سياسي او مذهبي ډلو لخوا د ائتلا ف هشتګانه شورا تقويت او ورسره په ۱۹۸۹ كال كې د اتفاق شورا په نوم يوه بله ډله هم جوړه شوه، چې ورسره ائتلاف هشتګانه په نه ګانه بدل شو.
د انقلاب ايران د پلويانو په هڅو او مشورو په هزاره جاتو كې د شيعه وو مخالفو ډلو تر منځ يو نسبي جوړ جاړئ رامنځته شو، چې په نتيجه كې د باميانو ولايت د ائتلاف هشتګانه تر ولكې لاندې راغى.
ايران دولت غوښتل په دې ډول د راولپنډۍ د مشورتي شورا او ورسره د مجاهدينو د موقت حكومت پر وړاندې يو څو ضلعي متحده ډله رامنځته كړي، چې په مقاومت او پېښور مېشتي جنبش كې د دوى په گټه كار وكړي.
په ۱۹۸۹ كال كې كله چې د ايراني پلوو افغان مجاهدينو غوښتنې د افغانستان په موقت حكومت كې د اوه ګوټيزې شورا له مخالفت سره مخ شوې،نو له همدې ځايه د ايران دپاليسۍ د ناكامئ څرك تر سترګو شو.
اوس نو ايرانيان مجبور ول، چې له يوې خوا د كابل له حكومت سره يو معاملوي جوړ جاړى ولري او له بلې خوا يوځل بيا ځيني شيعه ګروپونه وازمايي، ځكه يې د يووالي چغې وهلې.
دوم - د ۱۹۸۹ كال په ترڅ كې ايراني چارواكو دافغاني شيعه ډلو تر منځ د يووالي په موخه ډېر ې هڅې وكړې، چې بالاخره د نصر، پاسداران او شورا تر منځ يوه هوكړه وشوه، چې له مخې يې ډېرى ډلو خپل مستقل ګروپونه منحل كړل اوپرېكړه يې وكړه، چې له دې وروسته به د حزب وحدت تر سيوري لاندې د افغانستان جهاد ته دوام وركوي.
د تشكيلاتو له مخې د حزب رسۍ د افغاني شيعه ګانو سره وه، دغه حزب مطلق اختيارات درلودل او مهمو وختونو كې به يې له مركزي شوراڅخه چې ظاهرا يې مشران انتخابي ول مشوره اخيستله.
د مركزي شورا مركز باميان ولايت وټاكل شو، چې له همدې ځايه يې خپلې چارې پر مخ بيولې.
د حزب په رهبرۍ كې د ايران د بربنډوو لاسوهنو له امله ځيني شيعه مشران راوپارېدل، چې څه ناڅه افغاني او ملي احساس هم دوى سره مل وو.
د حركت اسلامي ګوند مشر شيخ اصف محسني له نوي شيعه سازمان څخه په دې بهانه ځان لرې كړ، چې ولې په ارزګان كې د ((پښتنو او هزارګانو)) تر منځ د قومي او مذهبي شخړو لاملين نه نيول كېږي.
نوموړي شيخ په ډېر مهارت سره خپله سياسي كړۍ له ايرانه د پاكستان اسلام اباد ته ولېږدوله.له همدې كړنې سره سم ايراني چارواكو په ۱۹۹۰ كال كې د حركت انقلاب ټولې سياسي نمايندګى بندې كړې او په دغو څانګو كې شته دارايي ګانې يې په ايراني بانكونو كې ضبط كړې.(اخبار افغانستان، پاريس چاپ،۱۹۹۱ كال،اپرېل مياشت).
د پورتنيو خبرو پر اساس ښكارېږي، چې حزب وحدت د جهاد دكلونو په حزبي يون كې يو منحصر به فرد ګوند و، چې ټول غړي يې هزاره او بيا اهل تشيع ول، چې په لويه كچه يې سخت دريزه قومي كړنلاره درلوده.
د درې اړخيز كنفرانس جوړېدل:
دغه كنفرانس د ملګرو ملتونو د سولې دپلان پروړاندې او ورسره د مجاهدو تنظيمونو د ځپلو په موخه جوړ شو.
په د غه وخت كې ايران په افغانستان كې دسياسي اړخ په درلودو پانګونې كولې،سربېره پر شيعه ګروپونو هغه اهل سنت ډلې هم، چې وسلو او پيسو ته يې اړتيا درلوده د خپلو اړتياوو د پوره كولو په بدل كې د ايران تر سياسي نفوذ لاندې راغلې.
پېښور مېشتو سياسي ډلوپه شيعه افغانانو او ځينو سني ډلو كې د ايران دا لاسوهنې د ځان او په پاكستان كې د ټولوافغانو سياسي حزبونو پر وړاندې يو مهم رقابت باله.
ايران دولت له خپل سياسي افغاني قوت څخه په داسې په بيړه گټه پورته كوله.
دا وېره موجوده وه، چې د حالاتو اغېز او نه كنترولېدونكى سياسي كړكېچ به د ايران دغه ټولې هڅې په اوبو لاهو كړي، نو له همدې امله ايران دولت د ۱۹۹۱ كال په جولاى مياشت كې د ايران، پاكستان او مجاهدينو تر منځ د درې اړخيز كنفرانس وياړ خپل كړ.
ډېر لاملونه دي، چې ايران يې د كنفرانس جوړېدو ته تشويقاوه.
- د عراق پر وړاندې د امريكا او د هغوى د متحدينو برياليتوب او همدا راز د قواوو نا متوازنتوب او ورسره په سيمه (منځنۍ اسيا) كې د سولې د ټينګولو په نوم د امريكا د سياسي رول ټينګول.
- د افغانستان لپاره د نړيوالې ټولنې د طرحې برياليتوب، ايران دولت غوښتل وښيي، چې د ملګرو ملتونو په طرحه كې امريكا او نور ابرقدرت هيوادونه دخيل دي.
_ د پېښور مېشتو سياسي تنظيمونو له مذاكراتو او ناستو څخه د سولې او همكارۍ په موخه د پلان د عملي كېدو هيلې. دغه كميسيون څو مياشتې وړاندې د افغانستان پر وړاندې پراخو نړيوالو هڅو ته د عكس العمل په توګه، چې غوښتل يې په افغانستان كې د پخواني باچا په مشرۍ يو منځ لارى او انتقالى حكومت رامنځ ته كړي جوړ شو.
د پېښور كميسيون دا دنده درلوده، چې د افغانستان لانجې ته يو حزبي حل لاره ولټوي. په دغه كنفرانس كې د ايراني مقاماتو او په ايران كې د ميشتو افغان شيعه ګانو له هڅو سره، سره بياهم يوازې پېښور مېشتو اهل سنت ګوندونو ونډه درلوده.
په هر صورت اوس به د درې اړخيز كنفرانس جوړېدا ته يوه ځغلنده كتنه وكړو:
هغو افغانې سياسي ډلو چې په پېښور كې اوسېدې لكه: جمعيت اسلامي، جبهه نجات ملي، محاذملي واسلامي، حركت انقلاب اسلامي (مولوي محمدي)، حركت انقلاب اسلامي(مولوي منصور) او داعيه اسلامي(قاضي امين وقاد) ټولو د كنفرانس له جوړېدو څخه ملاتړ اعلان كړ.
كنفرانس د دوه پړاوونو په ترڅ كې په اسلام اباد او تهران كې ترسره شو او د درېيم ځل لپاره يې امادګي ونيول شوه.
۱- د اسلام اباد كنفرانس د جولاى د مياشتې په ۲۹مه او ۳۰ مه نېټه د پاكستان د بهرنيو چارو د عمومي منشي(اكرم ذكي) د ايران د بهرنيو چارو وزير(علي اكبر ولايتي) په پاكستان او ايران كې د ټولو افغاني سياسي ډلو په ګډون ترسره شو. كه څه هم په ښكاره توګه دوى د سولې په اړه بحثونه كول غوښتل خو په پټه يې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سولې پلان تخريباوه.
په دغه كنفرانس كې د ګوندونو په استازيتوب د هر ګوند مشر راغلى و، خو حكمتيار د حزب اسلامي ګوند په استازيتوب د دغه ګوند د سياسي كمېټې مشر رالېږلى و.
په ياد كنفرانس كې د اتحاد اسلامي ګوند مشر سياف په دې بهانه چې په كنفرانس كې د سعودي عربستان د منافعو پرضد خبرې شوي د كنفرانس راتلونكې غونډې تحريم كړې.
په دې غونډه كې د حركت اسلامي ايت الله محسني هېڅ ګډون نه و كړى همدا راز د اسلام اباد په كنفرانس كې د ائتلاف شورا هم برخه نه وه اخيستې.
د تهران په غونډه كې د ائتلاف شورا نه ګډون په ظاهره د ايران په وړاندې د دې شورا خپلواكي را په ګوته كوي.
د اسلام اباد په كنفرانس كې بايد د اصولو له مخې د ملګرو ملتونو د سولې پر پلان بحث شوى واى. ځكه، چې د ايران او پاكستان حكومتونواو په كنفرانس كې گډونكوونكو سياسي حزبونو په انفرادي ډول له دې پلان څخه ملاتړ اعلان كړى و، خو د كنفرانس په پاى كې د پرېكړه ليك له خپرېدو څخه څرګنده شوه، چې ايراني او پاكستاني حكومتونو په پټه د دې پلان د ناكامولو هلې ځلې شروع كړې وې او غوښتل يې يو شمېر هغه حزبونه او اشخاص، چې دغه پلان ته خوشبينه و هم له خپل نظره وا ړوي، چې تر ډېره يې خپلې موخې ته ورسېدل.
د ايران او پاكستان دغه شوم اهداف پټ پاتې نشول او د تهران په غونډه كې هغوى ونه وتوانېدل، چې خپل احساسات كابو كړي، نو ځكه يې په ښكاره د ملګرو ملتونو د پلان مخالفت وكړ په پاكستان كې د ايران سفير په ښكاره وويل((اين كنفرانس راه هاى نفوذ قدرت هاى فرصت طلب و منفعت جو را كه خواهان په هدر دادن خون شهداى انقلاب اسلامي افغانستان مې باشند مې بندد)).
د ښاغلي سفير له ويناوو څخه په ښكاره توګه څرګندېږي، چې ايرانيانو غوښتل د پخواني پاچا مخنيوى وكړي، ځكه هغه غوښتل د نړيوالو معيارونو مطابق د افغانستان مسلې ته يوه افغاني حل لاره ولټوي، نو ځكه يې دهغه او دهغه په پلويانو پسې سپكې سپورې ويلې او حتى په ډيرى ځايونو كې به يې هغه د فرصت طلبه قدرت نيوونكي په نوم يادوه.
پاكستاني او ايراني حكومتونو د دې پرځاى، چې په واقعيت كې يې د افغانستان خپلواكي او استقلال منلى واى، د دې مسلې مخالفت يې وكړ. دوى په افغانستان كې د يو خپلواك، خود كفا او اسلامي حكومت له جوړېدو څخه په وېره كې وو او دغه سلسله تر اوسه لا دوام لري
د افغانستان ګاونډي هيوادونه او په سر كې يې ايران او پاكستان هله د افغانستان له حالاتو څخه د ځان په ګټه كار اخيستلى شي، چې هلته يو پايه داره مركزي حكومت موجود نه وي.
له همدې امله دافغانستان په اړه د سولې له پلان سره مخالفت د همدې دواړو هيوادونو يوه داسې پروژه وه، چې ځان ته يې په جنګ ځپلي افغانستان كې د اوږد مهالې لاسوهنې زمينه برابره كړه. .
له اسلام اباده وروسته په ايران كې د افغانستان د مسايلو په اړه كنفرانس جوړ شو. دغه كنفرانس د اګست په ۲۸ او ۲۹ د اكبر ولايتي او اكرم ذكي په ګډون په تهران كې ترسره شو. په ياد كنفرانس كې د افغاني شل كسيز هيئت مشري صبغت الله مجددي په غاړه درلوده.
د تهران په كنفرانس كې بيا هم هماغو ډلو ا حزبونو ګډون كړى و، كوم چې د اسلام اباد په كنفرانس كې يې برخه اخيستې وه، خو يوازې قاضي امين وقاد د (داعيه اسلامي) حزب مشر، چې په تېر كنفرانس كې يې ګډون نه و كړى، د تهران په كنفرانس كې يې ونډه اخيستې وه
د تهران كنفرانس په ظاهره د نړيوالې ټولنې د سولې د پلان په موخه جوړ شوى وو،چې بايد په پيل كې پرې بحث شوى واى، خو د ځينو لاسوهنو له امله د پروګرام وروستۍ ورځې ته د تخريب په موخه وځنډول شو.
په ياد كنفرانس كې داسې تصميمونه ونيول شول، چې په افغانستان كې د جګړې په صورت كې به ايران او پاكستان په لوى لاس خپلو لاسوهنو ته دوام وركوي.
د تهران د كنفرانس ځيني مهم ټكي:
- له شوروي سره مستقيمه مذاكره: له شوروي سره د قدرت د انتقال په موخه خبرو لپاره د ايران، پاكستان او جهادي ګروپونو يو ګډ كميسيون جوړول.
- د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د يو مشترك هيئت لېږل، د غير منسلكه هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو لخوا د يو كنفرانس جوړېدل او همدا راز د اسلامي هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو لخوا د يو كنفرانس كوربه توب.
- د دريو هيوادونو ايران، افغانستان او پاكستان د سيمه ييزو همكاريو پراختيا او پردې موضوع تاكيد.
د همدې درې هيوادونو تر منځ د يوه سيممه ييزې اتحادې جوړېدل په دې شرط، چې د ايران تر كنترول لاندې به وي او له دې اتحادېې څخه به د امريكا پر ضد ګټه پورته كېږي.
د پورتنيو ټكو څخه څرګندېږي، چې ايران په افغانستان كې د لاسوهنې په موخه يوه نوې لاره پرانيستله، نو ښه به وي، چې همدې مسلې ته لږ تم شو.
د سيمه ييزې اتحاديې جوړېدل:
د ۱۳۷۰ لمريز كال د جوزا مياشت وه، چې په پېښور كې د ايران سرقونسل په كور كې د امام خميني ياد غونډه وشوه. په ياده غونډه كې برهان الدين رباني هم ګډون كړى و، نوموړي د وينا په يوه برخه كې وويل:((انقلاب اسلامي ايران و شخصيت امام خميني متعلق بهمه جهان اسلامي و امت مسلمان مې باشد)).
دا ډول خبرې او په تېره بيا د اهل سنت والجماعت ګوند د مشرله خولې په خپل ذات كې بې سابقه دي.
له دې خبرو څخه دا نتيجه اخيستل كېږي، چې ځيني كسان د (خط امام ) له قيادت او ورسره د ايران له اثر لاندې ژوند كولو ته خوشاله ول.
له ځينو قراينو څخه ښكارېږي، چې د جمعيت اسلامي او سپاه پاسداران، چې د ايران دولت يې اداره كوو ژبني نږدې والي د دوى تر منځ اوږده مذهبي اختلافات له خپلې تحت الشعاع لاندې راوستي ول.
كوثر ورځپاڼې، چې د ايران د انقلاب يوه ترويجوونكې خپرونه بلل شوې وه، په خپله سرمقاله كې د اسلام اباد د كنفرانس د ارزيابۍ او د دې كنفرانس د هر اړخيز څېړنې په موخه ليكلي ول: ((د اسلام اباد كنفرانس د اسلامي هيوادونو د ګډ كانفدراسيون د جوړېدو بنسټ و، چې په سيمه كې كېښودل شو)).
د پاكستان دمسلح ځواكونو لوى درستيز(ميرزا اسلم بيګ) چې د كنفرانس د جوړېدو پر مهال برحاله مامور و، نوموړي په خپلوخبرو كې وويل:((د افغانستان، پاكستان او ايران تر منځ مرستې او توافق نظر په سيمه كې د دغو درېو هيوادونو د تداوم تضمين كوي)).
د اسلام اباد په كنفرانس كې ځينې دا سې مفكورې هم موجودې وې، چې د تهران او اسلام اباد په هرو دوه كنفرانسونو كې به د دغو درېو هيوادونو تر منځ د خپل منځي اړيكو د پراختيا په موخه هم بحثونه كېږي، چې وروسته غوښتنه وشوه، د همدې كار د ښه انسجام په موخه دې يوه دايمي (دارالانشآ) جوړه شي.
كه لږ فكر وكړو په داسې حال كې، چې په افغانستان كې هېڅ حكومت موجود نه و او نه پوهېږو چې دغو ښاغلو په كوم نامه د يو ازاد او خپلواك هيواد په سر په داسې خرابو شېبو كې له ګاونډيانو سره لاسليكونه او غونډې كولې.
نو ښكاره خبره ده، چې په داسې نازكو حالاتو كې ايران او پاكستان غوښتل د افغانستان تجزيې ته (خداى مكړه) لاره هواړه كړي.
امريكايي عكس العملونه:يو لړ كړنې او پرېكړې لامل شوې، چې د درې اړخيز كنفرانس پر وړاندې امريكايي منفي عكس العملونه هم راپورته شول.چې مهم يې په لاندې ډول دي.
- يادكنفرانس د امريكا په مشرۍ د يو با اقتصاده اوپر سياسته نړۍ د رامنځته كېدو پر وړاندې يو تخريش كوونكى عنصر وو.
- د ايران په مشرۍ د يو بنسټ پال اسلامي سازمان رامنځته كېدل، چې په ښكاره يې له امريكا سره ډغرې وهلې، خو په سيمه كې د روس د نفوذ چندان مخالف نه وو.
- د مثلث اتحاد پر وړاندې د امريكا د متحدو هيوادونولكه: اسراييل، عربستان سعودي، مصر اوسوريه كمزوري او ناتواني.
- د افغانستان د ديارلس كلنې جګړې څخه، چې د امريكا او متحدينو په مالي مرستو تميويل شوې وه ايران غوښتل په نظامي، سياسي او تبليغاتي برخو كې كار واخلي.
ايران او پاكستان په دې هڅه كې ول، چې افغانستان ته يو ډول پاكستاني يا ايراني حل لاره پيدا كړي ((دا په دې مانا چې د دې دواړو هيوادونو په كې ګټه وي))، نو ځكه د امريكا دولت وغوښتل چې د افغانستان مسلې ته د دې دواړو هيوادونو په پرتله د يوې سترې حل لارې وړانديز وكړ.
د افغانستان د سولې لپاره د امريكا په وړاندې شوې طرحه كې دا ويل شوي ول، چې د دې هيواد د سولې په خبرو كې دې ټول هغه بهرني هيوادونه را وغوښتل شي، چې د افغانستان په حالاتو كې دخيل دي.
د كنفرانس په تركيب كې بايد امريكا، شوروي، پاكستان، ايران، عربستان سعودي او د مجاهدينو استازي شامل وي. په دې ډول امريكا غوښتل په سيمه كې د ايران او پاكستان پر وړاندې يوه سياسي وزنه رامنځته كړي.
امريكا غوښتل سياسي او ديپلوماتيكې گټې يې په پاكستان كې خوندي وي، خو دا بې باوري هغه وخت خپل اوج ته ورسېده، چې د درې اړخيز كنفرانس نه څو ورځې وروسته په كنړ كې د سعودي عربستان په مرسته جوړ شوى محلي حكومت ړنګ شو او ددغه محلي حكومت وهابي مشر مولوي جميل الرحمن هم ووژل شو.
په همدې اساس د ايران او پاكستان لخوا ډېرې هڅې وشوې، چې په افغانستان كې د سعودي عربستان د نفوذ مخنيوى وكړي. دغه كار امريكا ناراحته كړه او شهزاده تركي الفيصل يې د۱۹۹۱ كال په اګست كې پاكستان ته واستوه.
شهزاده تركي په پېښور كې له رسنيو سره په خبرو كې د ايران د رسوا كولو هڅه وكړه او د ايران په كارونو يې سخت انتقادونه وكړل.
پايله:
افغانستان د اوږدو خپل منځي جګړو له امله د نورو د لاسوهنې يو بازار ګرځېدلى دى. هر مداخله ګر هيواد غواړي د پراخې سياسي، نظامي او انساني سرمايه ګذارى په واسطه په دغه هيواد كې ځان ته مطمن ځايونه ولري ، چې دافغانستان راتلونكې احتمالي سولې لپاره خپل نفوذ زيات كړي. د جهاد او مقاومت په اوږدو كې او وروسته له هغې مجاهدينو او د سياسي احزابو پېروانو د پرديو په اشارو د افغانستان په ځينو برخو كې داسې غوبل جوړ كړ، چې اوس دغه هيواد نړيوال امنيت ته په يو نا مطمن ډګر بدل شوى او د يو باثباته او تل پاتې افغانستان د دوام سره يې ځيني شكونه پيدا كړي دي.
په اتيايمه لسيزه كې د افغانستان بهران ته د حل په موخه د ايران او پاكستان لخوا كنفرانسونه جوړيدل په خپل ذات كې داسې يو عمل وو، چې دغو دوه ګاونډيو هيوادونو غوښتل په دې ډول دلته پراخې لاسوهنې وكړي.
د ملګرو ملتونو د سولې طرحه كه څه هم ځينې نيمګړتيا وې يې درلودې، خو پر يو ډول بين الافغاني پخلاينې يې تاكيد كاوه، اما په درې اړخيز كنفرانس كې د ايران او پاكستان لخوا د دغه پلان د ناكامولو هڅې په ښكاره وليدل شوې
هغو ګوندونو او اشخاصو، چې د پاكستان او ايران په كنفرانسونو كې يې ګډون كړى وو د افغانانو رښتيني استازي نه ول، دوى تر دې د دوه كوربه هيوادونو په وړاندې بې قدره ول، چې حتى د دوى جوړ كړى موقت حكومت يې هم په رسميت ونه پېژانده.
له دې سره، سره بيا هم يادو دولتونو په ځينو فرصت طلبه وختونو كې دغو ډلو ټپلو ته اجازه وركوله، چې په ځينو بين المللي غونډو كې د افغانستان د خلكو په نوم ګډون وكړي.دغه اقدامات هغه څو بېلګې دي، چې د افغانستان پر وړاندې د دوه ګاونډيو هيوادونو ايران او پاكستان شوم پلانونه را بربنډوي او وينو چې دغو دوه هيوادونوهر وخت په افغانستان كې د يوې دوام داره جګړې هڅې كړي دي.
فرانسه
د جولاى لسمه ۱۰ نېټه
پاى
ماخذ (اخيځليكونه):