غزل

نن بیا لیوني شوي یو د رنګ په ښایستونو

بلا اورونه پورې شه د جنګ په ښایستونو 

 

د سوال په نامه لاړ شو او د سترګو نظر مات کړو

یو څه به ځان سمبال کړو د ملنګ په ښایستونو

 

سینې ته به دې ګرانې د اسمان ستوري امېل کړم

اورونه لګیدلي د لونګ په ښایستونو

 

راځه چې زندګي وسېزو ټوله یې ایره کړو

یو څو شېبې به خوند واخلو د بنګ په ښایستونو

 

چې ټیټ یې وی هسک سر نو د هغه د ژوند مانا څه

خو خدای مکړه چې دا راشي د دنګ په ښایستونو

 

واک